دا جمله خورا ډېره تکرار شوې چې افغانستان یو کرنيز هېواد دی، معنا دا چې پراخې کرنیزې ځمکې لري، تر 80فیصدو ډېر وګړي یې په کرنه بوخت دي او د ودې، اقتصادي بساینې او پرمختګ اصلي لار یې همدا ده، خو ایا په رښتيني ډول دغه سکټور د هېواد په وده او پرمختګ کې خپل رول لوبولی دی او ایا رښتیا هم کرنیزو محصولاتو له سیالانو سره سیال کړي یو؟ که ځواب منفي وي؛ نو ولې په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې دومره مهم سکټور ته پاملرنه ونه شوه؟ ولې کرنه عصري او مډرنه شوې نه ده؟ ولې پراخې دښتې او ډاګونه تر اوبو لاندې شوي نه دي؟ او ولې د افغانستان ډېری حاصلات مارکېټونو ته نه رسېږي؟
له دې ټولو پوښتنو سره سره اوس داسې ښکاري چې د حکومت پام دې دغه مهم سکټور ته وراوښتی وي. دا مسئله د جمهور رییس اشرف غني په څرګندونو کې خورا واضحه ده. جمهور رییس په دې وروستیو کې وویل چې د هېواد پرمختګ، ثبات، ارامي، په ځان بسياکېدنه او د نورو له احتياجه خلاصون د کرنې له ودې پرته ناشونی دی. جمهور رییس اشرف غني دا خبره په ارګ كې د ولايتونو د کرنې رياستونو له كانديدانو سره د ليدنې پر مهال کړې وه. هغه ویلي وو، لکه څنګه چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، د کرنې د مسوولينو رول هم په همدې اندازه اساسي دى. د هغه په وينا، افغانستان د کرنې له پلوه غني هېواد دى؛ نو دغه سکټور بايد په پښو ودرېږي او افغانستان په سيمه کې په يوه صادروونکي هېواد بدل شي.
خو د منتقدینو په باور د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو له پاره د نوې ماشینرۍ ترڅنګ د اوبو لګولو د نویو لارو چارو موندل هم اړین دي. د کرنې وزارت شمېرې ښيي چې دمګړۍ د کرنیزو ځمکو د نه هواري له کبله ۵۰ په سلو کې اوبه ضایع کیږي، خو دا وزارت وايي چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي له پاره په دې هڅه کې دي چې اسانه لارې چارې تر لاس لاندې ونیسي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي چې دوی په لومړي قدم کې په دې ارتباط له یو شمېر نړیوالو او کورنیو خصوصي شرکتونو سره د ځمکې د اوارولو، خړوبولو او اوبو لګولو شبکو د بیارغونې تړونونه لاسلیک کړي. د کرنې وزارت د اوبو لګولو ریاست سرپرست انعامالله صافی وايي، د کرنې وزارت هڅه کوي چې شاوخوا یو ملیون هکټاره ځمکه تر اوبو لاندې کړي او دې هدف ته د رسېدو له پاره د اوبو لګولو ملي پروګرام ته اړتیا ده: (( د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو له پاره يو ملي پروګرام لري چې څنګه کولای شي، يو ملیون هکټاره پخوانۍ تر اوبو لاندې ځمکه چې د ځينو ستونزو له کبله اوس اوبه نه لري، بېرته تر اوبو لاندې کړي او بله دا چې زموږ بزګر څه ډول کولای شي د اوبو له موجودو امکاناتو ګټه واخلي.))
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تر جګړو وړاندې ۳ اعشاريه ۲مليون هکټاره د کر وړ ځمکه لرله، خو له کورنيو جګړو وروسته دا کچه ۲ اعشاريه ۲ ملیون هکتارو ته راښکته شوې ده. د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالقدير جواد د څرګندونو له مخې د دغو نویو تړونونو له مخې په ۳۰ ولایتونو کې دمګړۍ ۶۰زره هکټاره ځمکه هواریږي او په پام کې ده چې په کابل او پروان ولایتونو کې د اوبو لګولو ۵ شبکې هم ورغول شي.
بزګر هم د کرنې وزارت له دغو طرحو ملاتړ کوي او وايي چې د ځمکو په هوارولو سره نه یوازې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کیږي، بلکې د سرې او تخم له سپما سره هم مرسته کوي. د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو بزګر عبدالحنان وايي: (( زموږ ستونزې به تر ډېره حده کمې کړي، اوبه به بېځايه نه ضايع کېږي او سره (کود) به هم خپل مطلوب ځای ته رسېږي. په دې ډول به ځمکې د پخوا په پرتله ډېر حاصلات وکړي.)) د همدې ولایت د نرخ ولسوالۍ يو بزګر صديقالله بیا د حکومتي چارواکو په څرګندونو چندان باوري نه دی. نوموړی وايي، حکومت ژمنې کوي، خو په عمل کې یې د کرنې د ودې له پاره څه نه دي کړي: (( وبه لیدل شي چې خپلې پخوانۍ لاپې جبران کړي.)) د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالقدير جواد وايي چې د ځمکو د هوارولو پروژه چې ((لايزرليولنګ)) نومیږي له سل مليون افغانيو ډېر لګښت لري او دا پیسې به د وزارت له پراختیايي بودجې څخه ولګول شي.
نورې غوښتنې
بزګر د اوبو د نشت تر څنګ نورې ستونزې هم لري. دوی له دولت څخه د اصلاح شویو تخمونو، کرنيزو وسايلو او نورو اړینو توکو د ورکړې هيله کوي. د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی ولي محمد وايي چې تر اوسه يې له حکومت يا کومې بلې موسسې څخه اصلاح شوی تخم، کرنيز وسایل او نوره کومه مرسته نه ده ليدلې:((موږ باوري يو چې دوی به له موږ سره مرسته ونه کړي، ځکه دوی تل موږ تېر ایستي يو، موږ کوکنار نه کرو او نه هم په نوره ناوړه کرنه بوخت يو، خو سره له دې مو هم له حکومت څخه کومه مرسته نه ده ليدلې.)) د ولي محمد په خبره که چېرې حکومت واقعاً کرنې ته توجه وکړي، په دې سره به نه یوازې د افغانستان په کوردننه اړتیاوې پوره شي، بلکې نړۍ ته به یې په صادراتو کې هم ډېروالی راشي. د شیرزادو ولسوالۍ کروندګر حاجي امین الله هم له حکومت ډېره هیله نه لري، خو وايي چې زراعت د افغانستان بنیاد دی: (( د داوودخان او اعلی حضرت ظاهرشاه په وخت کې موږ چاته محتاجه نه وو، په هغه وخت کې زموږ خپل حاصلات بس کېدل، خو اوس ګدايي کوو. دا ولې، دا ځکه چې زراعت خراب شوی، اوبه نشته او توجه نشته)) د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی رحيم الله وايي چې کرنې وزارت کله کله اصلاح شوی تخم ور وړي، خو دومره ډېره اغېزه نه لري: ((نه پوهېږو چې اصلاح شوی تخم تر موږ پورې د رارسېدو په وخت کې بدلېږي او که څنګه، ځکه څو ځله مو اصلاح شوی تخم کرلی، خو تر دې مو هماغه خپل تخم ډېر حاصل کاوه.)) دا بزګر وايي چې هر کال له خپلې ځمکې شاوخوا درې خرواره غنم اخلي، خو د کورنۍ ګوزاره یې نه ورباندې کیږي:((دا غنم مې د راتلونکي اوړي تر پيل پورې رسوي، خو هغه وخت بيا د غنمو تر حاصلاتو پورې اړ يو له بازاره اوړه په بيه واخلو.)) د همدغې ولسوالۍ یو بل بزګر محمد تواب بیا وايي چې یوازې د اصلاح شویو تخمونو ورکړه د افغان بزګرو ستونزې نشي حل کولای. د ده په خبره د افغانستان کرنه باید عصري او مډرنه شي او پرمختللي وسایل د بزګرو په اختیار کې ورکړل شي: (( ډېر دهقانان اوس هم په غوايي قلبه کوي، د قلبې ماشینونه پکار دي او نور شیان چې دهقانۍ ته پکاریږي.))
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې جمهور رییس اشرف غني په خپله یوه وروستۍ غونډې کې له خلکو سره داسې ژمنه وکړه: ((افغان حکومت به د کرنې په برخه کې ځينو عناصرو لکه اوبو، ځمکې، اصلاح شوي تخم، د کار وسايل، کروندګر او کارګر، د ښځو رول او د کورنيو توليداتو د بازارموندنې له پاره کار کوي او بايد دغو مواردو ته په بشپړه توګه پام وشي.)) جمهور رییس زیاته کړې چې د کرنې له پاره اوبه تر ټولو مهم عنصر دی که اوبه نه وي؛ نو کرنه به هېڅکله هم پرمختګ ونه کړي:((له هر پلوه زموږ اوبه ضايع کېږي، يوازې له لښتي څخه تر پټي پورې زموږ ٤٠ په سلو کې اوبه ضايع کېږي، زموږ يو سيند هم نه دى چې نن په بنسټيز ډول تنظيم شوى وي، د کاريزونو په واسطه د اوبو د پيدا کولو پخوانۍ طريقه مو له لاسه ورکړې او کومه نوې تګلاره مو هم نه ده ورته پيدا کړې، خو ژمنه کوو چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د افغانستان اوبه په بنسټيز ډول تنظيموو.))
خو له دې ټولو ستونزو، پرمختګونو او ژمنو سره سره کرنپوهان وايي چې له سولې او ثبات پرته د کرنې ډېر پرمختګ ناشونی دی. د دوی په نظر د افغانستان زراعت په تېرو ۱۵کلونو کې یو څه بهبود موندلی، خو بشپړې ودې ته هغه وخت رسېدلی شي چې د جګړې لګښتونه راکم او پر ځای یې د کرنې په څېر په زیربنايي برخو ولګول شي. د ۱۹۶۳ میلادي کال د یوې سروې له مخې، څرګنده شوې چې د افغانستان ۹۰ په سلو كې وګړي په كرنه بوخت دي چې ورسره مالداري هم لري. د همدغې سروې له مخې تقريباً د هېواد ۸۰ په سلو کې توليدات له کرنې ترلاسه کېږي او خارج ته د افغانستان صادرات هم تر ډېره کرنیز توکي تشـکیلوي. افغانستان په ۱۹۷۶میـلادي كـال له (۳،۲۹۰۰۰۰) هكټاره ابي ځمكې( شاوخوا څلور ملیونه ټنه) غله دانه، له (۲۲۱زره) هكټاره ځمكې (۱۳۹زره ټنه) سوداګريز محصولات، له (۶۰زره )هكټاره باغي ځمکې څخه (۳۰۵زره ټنه) د بېلابېلو مېوو حاصلات او له سل زره هكټاره ځمکې څخه ۵۰۰ ټنه د شنو سبو حاصلات لرل. خو په اوسنیو شرایطو کې حد اقل د غنمو په برخه کې هم موږ خودکفا نه یو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

