كراچۍ ښار كې ۲۵ مشكوك كسان نيول شوي

پاکستاني چارواکي وايي، په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې يې د پلټونکو عملياتو په مهال ۱۵ مشکوک کسان نيولي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله په ورکړل شوو راپورونو کې ويلي، چې ياد پلټونکي عمليات يې د کراچۍ په محمود اباد چنيسر ګوټ سيمه کې ترسره کړي دي.
بل خوا پوليسو په ګلبهار سيمه کې هم په بېلو عملياتو کې لس کسان نيولي، چې دا مهال ور څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کراچۍ کې لسګونه مشکوک کسان د پوليسو په پلټونکو عملياتو کې نيول شوي دي.