ads

عبدالله: د بروكسل کنفرانس به افغانستان سره اقتصادي برخه كې مرسته وكړي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د بروكسل کنفرانس او هلته د نړيوالو ژمنې به وکولاى شي، چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د اړتياوو پوره کولو ترڅنګ د ټاكل شويو هدفونو په تحقق کې هم مرسته وکړي.

نویسنده: TKG
14 وږی 1395

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په كابل كې د اروپايي ټولنې د همکارۍ او پراختيا د څانګې له مشر سټيفن مانسرويزي سره د ليدنې په مهال وكړې.
د اجرائيه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي، چې د بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره يو ښه فرصت دى، څو د مالي همکاريو په اړه د ژمنې ترلاسه کولو ترڅنګ، له نړيوالو سره د اوږدې مودې اړيکو ساتلو او ښه کولو لپاره اساسي ګامونه واخيستل شي.
نوموړي يادونه وکړه، چې افغان حکومت د بروکسل کنفرانس لپاره د اصلاحاتو په ګډون، له فساد سره د مبارزې، خودکفايۍ او خصوصي سکټور سره د هغه د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هر اړخيز کار کړى، خو په خبره يې، اړتيا ده چې تر بروکسل کنفرانس وړاندې د اصلاحاتو په برخه کې نور عملي ګامونه هم پورته شي.
د اروپايي ټولنې د همکارۍ او پراختيا د څانګې مشر سټيفن مانسرويزي وويل، چې اروپايي ټولنه د بروکسل کنفرانس ته د افغانستان او نړۍ ترمنځ د همکاريو د زياتېدنې او نورو ګډو هدفونو ترلاسه کولو لپاره د يوه ښه فرصت په توګه ګوري.
هغه زياته کړه، چې له دې فرصت څخه د ښې ګټې اخيستنې لپاره اړينه ده، چې تر کنفرانس وړاندې په ژمنه شوو برخو کې لازم نتايج ترلاسه شي.
ياد كنفرانس راتلونكې اكټوبر مياشت كې د بلجيم پايتخت بروکسل کې جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA