په کندهار کې د نساجي لویه فابریکه چې په یوه وخت ۷۰۰۰ تنه په کې په مستقیمه توګه په کار بوختېدای شي؛ تر دې مهاله هم تړلې ده او هېڅ فعالیت نه لري.
دغې فابریکې په لومړي ځل د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال په فعالیت پیل وکړ چې د کورنیو جګړو پر مهال وتړل شوه. دوهم ځل له پاره یې د کرزي د واکمنۍ تر پیل وروسته خپل فعالیتونه شروع کړل، مګر په ۱۳۸۶لمریز کال کې د بودجې د کمښت، د برېښنا د نشت او نورو ستونزو له کبله بېرته وتړل شوه.
د فابريکې مسوولین وايي چې دولت د کندهار نساجي فابریکې فعالولو ته چندان پاملرنه نه ده کړې او خصوصي سکټور هم تر دې مهاله د دغې فابریکې د فعالولو له پاره لېوالتیا نه ده ښودلې.
دغې سترې فابریکې ټوکر، کمپلې او غالۍ تولیدولې چې اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.
د فابريکې کارکوونکي وايي چې د نخي او پشمي برخې ټول ماشينونه یې جوړ او د فعالیت وړ دي، خو يوازې د برېښنا او بودجې نشت هر څه ګډوډ کړي دي. دوی وايي، ټول هغه تخنيکي او فني کسان چې په دغه فابریکه کې یې کار کاوه، په کور ناست دي او د هغې ورځې په تمه شېبې شماري چې فابریکه بېرته خپل تولید پیل کړي. روح الله د کندهار د نساجي فابریکې یو کارګر دی، نوموړی وايي: ((له هغه وخته چې دغه فابريکه تړل شوې، نږدې ۷۰۰۰ کارکوونکي یې بېکاره شوي، ډېری یې په کور ناست دي، که دولت د دغې فابریکې بېرته فعالولو ته پاملرنه وکړي؛ نو دغه ټول کسان بېرته په کار کېږي، که داسې نه کېږي؛ نو بېکاري ګڼې ستونزې رامنځ ته کوي.)) عبدالرحمن بیا د کندهار په نساجي فابریکه کې د ماشينونو مستري و، خو اوس بېکاره ګرځي. نوموړی وايي، اوږده موده کیږي چې مناسب کار یې نه دی پیدا کړی: ((ټول په کور ناست یو، یوازې زه نه یم، په زرګونو نورو کورنیو هم چې له دغې فابریکې عاید درلود او د کور یوه غړي یې په کې کار کاوه، ستونزې لري.))
په همدې حال کې د کندهار نساجي فابريکې سرپرست محمد نسيم وايي، فابریکه هغه وخت وتړل شوه چې بودجه یې خلاصه شوه او برېښنا هم نه وه. نوموړی وايي، د دې فابريکې په فعالېدو سره ممکنه ده چې د کندهار زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي: (( خو مرکزي حکومت او ولايتي ادارې په دې برخه کې هيڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.)) محمد نسيم وايي که چېرې شاوخوا پنځه ملیونه ډالره بودجه په واک کې ورکړل شي؛ فابریکه فعالولی شي. نوموړی زیاتوي، که چېرې د دولت له وسه نه وي پوره؛ نو ملي سوداګر او نور شتمن وګړي دې په دې برخه کې همکاري وکړي: ((زما سره پروپوزل شته، که کمه مرسته هم وشي، لږ تر لږه د فابريکې پشمي برخه فعالولای شو او تر یوه کاله د فابريکې لګښتونه پوره کولای شو، هیله ده ملي سوداګر په دې برخه کې رامخکې شي.))
له بل لوري د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي وايي، خصوصي صنعتکاران او پانګهوال د دغې سترې فابريکې په ارزښت او ګټه ښه پوهېږي، خو له دې کبله یې په بیا فعالولو کې برخه نه اخلي چې برېښنا نشته دی. نوموړی زیاتوي چې یوازې د کندهار نساجي فابریکه نه، بلکې د کندهار په صنعتي پارک کې لسګونه نورې فابريکې هم د برېښنا د کمښت یا نشت له کبله تړلې دي: (( موږ په خپل وار هڅې کړې دي چې دولت، بهرنۍ موسسې او یا خپله پانګهوال دې ته راضي کړو؛ څو نساجي فابريکه فعاله کړي، خو ټول د برېښنا د نشت له کبله زړه نه ښه کوي.))
له بل لوري د کندهار والي همایون عزيزي مني چې حکومت په دې برخه کې ستونزې لري او د دغه ډول کارونو له پاره منظمې تګلارې نه لري. نوموړي د سوداګرۍ وزارت په مشرتابه تور پورې کوي چې په منظم ډول یوه پالیسي نه تعقيبوي: ((هر وزیر چې تجارت وزارت ته راغلی، یوه نوې پالیسي یې غوره کړې ده، بیا دوه کاله وروسته بل وزیر راغلی، هغه بیا جلا پالیسي غوره کړې ده، دا نیمګرتیا زموږ په سیستم کې شته چې متاسفانه دغه اقتصادي پروژه چې خلکو ته کار ایجادوي نه ده فعاله شوې، یو عامل یې د برق نشت هم دی.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

