ads

د نکاح ثبتول به د ښځو درد دوا کړي؟

د افغانستان په محاکمو کې د نکاح خطونو د ثبتولو خبره، د افغانستان د مدني قانون د واده بحث په ۴۶مه ماده کې راغلې ده، خو د سترې محکمې مسوولین بیا وایي چې د دغې مادې تطبیق او عملي کول الزامي نه دي، که څوک ورته اړتیا پیدا کړي، کولای شي خپل نکاح خط ثبت کړي.

نویسنده: TKG
14 وږی 1395
د نکاح ثبتول به د ښځو درد دوا کړي؟

د افغانستان په محاکمو کې د نکاح خطونو د ثبتولو خبره، د افغانستان د مدني قانون د واده بحث په ۴۶مه ماده کې راغلې ده، خو د سترې محکمې مسوولین بیا وایي چې د دغې مادې تطبیق او عملي کول الزامي نه دي، که څوک ورته اړتیا پیدا کړي، کولای شي خپل نکاح خط ثبت کړي.

دا چې موږ په مدني قانون کې بدلون راوستلای شو که نه؟ په اړه يې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مشره پروین رحیمي وایي، د افغانستان مدني قانون په ۱۳۵۵ ميلادي کال کې د مصر له مدني قانونه کاپی شوی دی.

د هغې په خبره، له هغه وخت راهیسې د مصر په قانون کې ۱۶ ځله بدلون راغلی، نو ځکه اړینه ده چې په افغانستان کې هم اوسنیو شرایطو ته په پام په مدني قانون کې تغیرات راشي.

رحیمي زیاتوي: “زه باور لرم، که چېرې د افغانستان د مدني قانون ۴۶مه ماده پر خلکو الزامي شي او خلک دې ته اړ شي چې خپل نکاح خطونه په محاکمو کې ثبت کړي، نو په هغه صورت کې به په کم عمر کې د ودونو او په بدو کې د نجونو د ورکړې مخنيوی اسانه وي.”

دا چې په ټول افغانستان کې په روان کال کې څومره نکاح خطونه ثبت شوي او خلکو ته د نکاح خطونو د ثبتولو په برخه کې څومره اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي؟ په دې تړاو مو وغوښتل د سترې محکمې له مسوولینو سره خبرې اترې ولرو.

له دوه اونیو تګ راتګ او د مکتوبونو له تبادلې وروسته یوازې دومره وتوانېدو چې د کابل ښار د محاكمو په څلورګونو حوزو کې د روان ۱۳۹۵ لمريز کال د لومړیو درېیو مياشتو د نکاح خطونو شمېر لاسته راوړو.

د سترې محکمې مسوولین وایي، په ياده موده كې د کابل ښار د محاكمو په څلورګونو حوزو کې ۳۵۴۹ نکاح خطونه ثبت شوي دي.

خو د ښځینه بنسټونو مسوولین بیا اندېښنه لري او وایي، د سترې محکمې د ثبت شویو نکاح خطونو په لیدو سره دا ثابته ده چې اوس هم ګڼ شمېر خلک د نکاح خطونو له ثبتېدو سره لېوالتیا نه لري.

په افغانستان کې په کم عمر کې د واده شویو نجونو پېښې ډېرې زیاتې دي، په ځینو ولایتونو کې یو شمېر خلک د خپلو اولادونو واده کولو ته ځانګړې پاملرنه نه کوي او په ماشومتوب کې د اولادونو ودول یې دود ګرځولی.

د بشري حقونو خپلواک کمسیون وايي، تېر کال یې د افغانستان په کچه د له وخته مخکې ودونو ۲۳۵ قضیې ثبت کړي چې د دوه کاله مخکې په پرتله لس موارده پکې زیات شوي‌ دي.

د دې کمسیون د مشرې سیما سمر په وينا، تلپاتې پرمختګ، د ډیموکراسۍ پیاوړي کولو، له جنګ څخه وتلو او سولې ته د رسېدو لپاره ټول افغانان اړ دي چې مبارزه وکړي، ترڅو د ماشومانو ودول منع کړي.

د یو شمېر مدني فعالانو په اند، د رسنیو غږ د دې سبب شوى چې د ځینو پېښو عاملین ونیول شي.

ګڼ شمېر افغانان په دې باور دي، که چېرته نجونې ښوونځى ولولي او د امکان تر حده لوړې زده کړې هم وكړي، نو کولی شي په خپله خوښه د خپل ښه ژوند لپاره تصمیم ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA