د امريکا او چين جمهور رئيسانو دوه په دوه خبرې وکړې

د امريکا او چين جمهور رئيسانو په بيجينګ کې د جي شل هېوادونو تر غونډې وړاندې پر نړيوالو مسايلو دوه په دوه خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، پرون د بيجينګ هوايي ډګر ته د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما تر رسېدو لږه شېبه وروسته د چينايي پوليسو او له اوباما سره د ورغلو خبريالانو ترمنځ لفظي شخړې شوې دي.
دغه راز چينايي چارواکو له اوباما سره د ورغلي پلاوي له يوې غړې سوزان رايس سره هم بد چلند کړى دى.
ټاکل شوې نن په بيجينګ کې د جي شل هېوادونو حکومتونو ترمنځ دوه ورځنۍ اقتصادي غونډه پيل شي، چې پکې د نړۍ بېوزله هېوادونو سره د مرستې او خودکفا کېدو په اړه هم بحث او د نظر تبادله کېږي.