په ځینو سیمو کې ناسمې پوځي سیاست اېښودنې سبب شوې چې د دولت د مخالفانو له وجود څخه یو شمېر تصفیه شوې سیمې بیرته د مخالفانو لاسونو ته کېوځي. دا ډول سیمې معمولاً د امنیتي ځواکونو په ډېرو پوځي تلفاتو او لګښتونو د وسلهوالو له وجود څخه پاکیږي، خو متاسفانه بله ورځ بیرته په کې وسلهوال حضور پیدا کوي او په دې توګه د امنیتي ځواکونو قربانۍ او نور جنګي لګښتونه ضایع کېږي.
د نوي لمریز کال له پیل راهیسې موږ شاهدان یو چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر ضد پوځي تحرکات پیل کړل. دغو تحرکاتو په وروستۍ یوه میاشت کې خورا شدت وموند او یو شمېر سیمې د داعش ډلې وسلهوالو له حضور څخه پاکې شوې، خو اوس اورو چې داعش جګرهمار بیرته راګرځېدلې دي.
دا سیمې د ننګرهار ولایت په هسکې مینې، کوټ او اچین ولسوالیو کې دي. دغلته د داعش او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې. لومړی د شفق په نوم پوځي عملیات په سیمه کې پیل شول او ورپسې همدا عملیات د قهر سیلاب په نوم نور هم پسې پراخ شول او ډېرې سیمې له داعشیانو پاکې شوې، خو اوس چې افغان ځواکونه ترې وتلې دي، داعش په کې بیرته ځالې کړې دي.
دا یوازې د ننګرهار ولایت د هسکې مینې، کوټ او اچین ولسوالۍ نه دي چې افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په زغملو سره تصفیه کړې او بیا بېرته ترې وتلې دي، بلکې تېر کال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو لویه ولسوالي هم له ورته برخلیک سره مخ شوه. تېر کال په خوږیاڼو کې امنیتي ځواکونو شاوخوا یوه میاشت عملیات وکړل او طالبان یې پسې واخستل، خو کله چې عملیات پای ته ورسېدل او حکومتي عسکر بېرته راوګرځېدل په خوږیاڼو کې د طالبانو بیرغونه پورته شول. همدا اوس اوس هم داسې راپورونه دي چې په حصارک، شیرزادو، کږې او حتا له جلالاباد سره په نږدې سرخرود ولسوالۍ کې د طالبانو تحرکات احساسیږي.
دا چې ولې تصفیه شوې سیمې حکومتي ځواکونه د اوږدې مودې له پاره نه ساتي، هغه پوښتنه ده چې د ډېرو خلکو اذهان یې بوخت کړي دي. د مبصرینو په باور د افغان ځواکونو له لوري د تصفیه شویو سیمو بیرته خوشې کول لږ تر لږه دوه تاوانه لري. یو دا چې د افغان امنیتي ځواکونو په قربانیو د خاورو اړول دي، بل دا چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پیدا کوي او د دغسې سیمو خلک چې یو ځل پر امنیتي ځواکونو بېباوره شي، بیا هېڅکله د حکومت خوا نه نیسي. د دغسې سیمو خلک مدام استدلال کوي چې حکومتي ځواکونه د سیمو تر تصفیه کولو وروسته دوی بېرته د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې په ډاګ پریږدي او د هغوی چې څه زړه غوښتي وي، بیا ورسره هماغسې چلند کوي.
نو بناً حکومت ته پکار ده چې خپلې امنیتي ستراتیژۍ له سره وارزوي او د تصفیه شویو سیمو د ساتلو له پاره په یوه ځانګړي میکانیزم کار وکړي. په دې برخه کې تر ټولو لوی مسوولیت د ملي یووالي حکومت مشرانو ته متوجه دی او دا دوی دي چې باید له خپلو امنیتي چارواکو سره په ګډه د تصفیه شویو سیمو له پاره د کافي ځواکونو او تجهیزاتو تدبیر وسنجوي. خلکو دوی ته د دې له پاره رایه ورکړه او په انتخاباتو کې یې ګډون وکړ چې د سر او مال امنیت یې خوندي شي او د بېلابېلو وسلهوالو له اسارت څخه ووځي، نه دا چې په جګړو کې دل شي. په دغسې ډېری سیمو کې له خلکو اصلاً لار ورکه ده چې د چا خوا ونیسي، څو ژوندي پاتې شي. که له حکومت سره دریږي طالبان او داعش یې ژوند کولو ته نه پریږدي او که د حکومت خوا نیسي، حکومت یې د سر او مال تضمین نشي کولای.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

