ads

“د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز بايد د کروندګرو پر محصولاتو وي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز بايد د کروندګرو پر محصولاتو وي، نه پر بهرنيو غذايي وارداتو

نویسنده: TKG
10 وږی 1395
“د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز بايد د کروندګرو پر محصولاتو وي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز بايد د کروندګرو پر محصولاتو وي، نه پر بهرنيو غذايي وارداتو.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د خوړو نړيوال پروګرام له اجرايي مسوولې مېرمن ارتارين کازين او مل پلاوي سره يې د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې ياد بنسټ دې د کروندګرو محصولات وپېري، ځکه دا كار افغان کروندګرو سره مرسته کوي، چې د حاصلاتو ظرفيت يې زيات شي.
د هېواد جمهور رئيس د خوړو نړيوال پروګرام له مسوولينو وغوښتل، چې افغان کروندګرو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د چرګانو فارمونو او د کرنيزو محصولاتو په پروسس کې همکاري وکړي.
د هغه په وينا، په هېواد کې بايد د کرنيزو محصولاتو زېرمې جوړې شي، ترڅو له دې لارې د کروندګرو د محصولاتو لپاره بيمه رامنځته شي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، دولت پلان لري، چې د اوبو زيات بندونه جوړ او ګټې ته وسپاري، چې په دې کار سره د افغانستان اوبه مديريت کېږي او د کروندګرو حاصلات زياتوي. بل خوا د خوړو نړيوال پروګرام اجرايي رئيسې وويل، دا بنسټ تيار دى، چې د افغانستان د غذايي ملي پلانونو مطابق په دې هېواد کې خپل پروګرامونه مخته يوسي، چې له دې لارې به پايدار غذايي مصئونيت او د كار ښې زمينې ايجاد شي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA