ads

د غزني مستوفيت ۵ مياشتو كې ۲۵۶ مليونه افغانۍ عوايد ټول كړي

د غزني مستوفي فدا محمد عزیزي د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، روان کال ورته د مالیې وزارت ۴۴۱ ملیونه افغانۍ هدف ټاکلی دی، چې دوی توانیدلي د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې تر اوسه ۲۵۶ ملیونه افغانۍ عواید راټول کړي حال دا چې تېر کال یې په همدې موده کې ۲۵۳ ملیونه افغانۍ عواید را ټول کړي وو

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
د غزني مستوفيت ۵ مياشتو كې ۲۵۶ مليونه افغانۍ عوايد ټول كړي

د غزني ولایت د مستوفیت چارواکي وایي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې ۲۵۶ ملیونه افغانۍ عواید را ټول کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا دوه فيصده زیاتوالی ښیي.
د غزني له ولایت مقام څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې والي انجنیرعبدالکریم متین تېره ورځ د دې ولایت له مستوفیت څخه د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو او خنډونو د حلولو په موخه لیدنه وکړه.
د غزني مستوفي فدا محمد عزیزي د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، روان کال ورته د مالیې وزارت ۴۴۱ ملیونه افغانۍ هدف ټاکلی دی، چې دوی توانیدلي د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې تر اوسه ۲۵۶ ملیونه افغانۍ عواید راټول کړي حال دا چې تېر کال یې په همدې موده کې ۲۵۳ ملیونه افغانۍ عواید را ټول کړي وو.
د عزیزي په وینا غزني کې د عایداتي پولیسو نشتوالی، له مالیاتو څخه د ډېری پانګه والو تېښته، فساد او په ډېری ولسوالیو کې د مالیاتو د نه ورکولو فرهنګ یې د کارکوونکو پر وړاندې د مالیاتو د راټولولو په برخه کې پرتې ننګونې دي.
سرچینه کاږي، والي انجنیر عبدالکریم متین د دې ولایت د مستوفیت له چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په برخه کې به یې هر اړخیز ملاتړ وکړي او په وینا یې هیڅ زورواکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د مالیاتو له سپارلو څخه سرغړونه وکړي.
د خبر پاڼې په حواله والي دغه راز د مستوفیت کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د مراجعینو قانوني کارونه پر وخت خلاص او پر وړاندې یې  له ښه چلند څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده، چې انجنیر عبدالکریم متین له نږدې یوې میاشتې راهیسې د غزني د والي په توګه خپله دنده پیل کړې، چې تر اوسه یې په دې ولایت کې د دولتي چارو د سمون او معیاري کولو په موخه له بېلابېلودولتي ارګانونو څخه لیدنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA