ads

داخلي بې ځايه شوي كډوال، د افغانستان لپاره بل ګواښ

دا په داسې حال كې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمد مياخېل وايي، دا مهال په هیواد کې ټول ټال له یو میلیون څخه ډېر کسان د جګړو او طبعي پیښو له کبله بې ځایه شوي دي.

د ده په وينا یوازې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې په هیواد کې د جګړو له کبله یو لکو اویا زره کسان بې ځایه شوي دي.

د میاخیل په خبره په تېره یوه میاشت کې د جګړو له کبله په هلمند کې څلورنیم زره کورنۍ، په ننګرهار کې څلور زره او درې سوه کورنۍ او په کندوز کې څلور زره کورنۍ بې ځایه شوې دي

نویسنده: TKG
3 وږی 1395
داخلي بې ځايه شوي كډوال، د افغانستان لپاره بل ګواښ

داخلي بې ځايه شوي كډوال، د افغانستان لپاره بل ګواښ په دې وروستيو كې د سختو جګړو له سيمو څخه كډه شوې كورنۍ وایي، له خپلو کورونو څخه په سخته جګړه كې راوتلي خو چا ورسره تر اوسه د لومړنيو توكو مرسته هم نه ده کړې بلكې ژوند يې ورځ تر بلې لا له ستونزو سره مخ تېرېږي.

له هلمند، ننګرهار، کندوز، بغلان، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو څخه چې په دې وروستيو كې په كې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسلوالو مخالفینو ترمنځ جګړو زور اخیستى، زرګونه افغانان مجبور شوي چې د هېواد په داخل كې يو بل امن ځاى ته كورنۍ وباسي.

د هلمند او ننګرهار له یو شمېر ولسوالیو څخه د دغه ولایتونو مرکزونو او یو شمېر نورو سیمو ته راغلي کسان وایي، له خپلو کورونو څخه يې هیڅ شی هم نه دي ورسره راوړي، د دغه کډوالو په خبره دوی یا د خپلوانو په کورونو کې او یا هم په کنډوالو کې تر شنه اسمان لاندې اوسیږي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هلمند له نادعلي څخه د لښكرګاه بولان ته راكډه شوى عصمت الله وايي، په خپله ولسوالۍ كې د جګړې له پيله شل دېرش شپې شوي چې دى يې هم بې كوره كړى دى: (( دوه درې واره يې د مرستو غږ وكړ، خو چې ورغلو هېڅ به نه وو، دا يوه مياشت چې دلته راغلي يوو، هېڅ شى مو د مرستې په نوم نه دى ليدلى، دېرش څلويښت نفره كورنۍ مو ده، اوس حيران يم چې څه وكړم؟))

په بولان كې ميشت يو بل كس كليد ته خپل نوم وانخيست خو زياته يې كړه كورنۍ يې د هلمند له ناوې څخه راكډه شوې او دلته يې د خپل اوخي په كور اړولي دي: (( داسې به درته ووايم چې له خپله كوره مې يو قاب، يو موټى اوړه، يو ديګ حتى لا نه دى را ايستلى، مازې روغ سرونه د جګړې له ډګره راوتلي يوو، هېڅ نه لرو.))

د ننګرهار له اچين ولسوالۍ له جګړې څخه هم يو تن بې كوره شوي كليد ته وويل، د داعش جګړې هر څه ترې په خپل كور و كلي كې پاتې كړي دي: (( وسه مو نه شته، دلته بې كوره يوو، د سر سيورى نه لرو، د داعش له لاسه راوتلي يوو، هېڅ سرپناه نه لرو چې چېرته واړوو.))

په ورته وخت کې د کندوز او غزني په ولایتونو کې هم یو شمېر بې ځایه شويو کسانو له کلید راډیو سره په خبرو کې له ورته ستونزو سر ټكولى او دوى هم وايي چې تر اوسه ور سره هیڅ مرسته نه ده شوې.

عبدالمطلب د كندوز جګړې بې كوره كړى دى، نوموړى وايي په كندوز كې يې د ناامنۍ له لاسه ژوند تېرول سخت شوي وو، خو اوس چې بې كوره شوى نو د سرپناه او خېټې غم يې خوري: (( هلته يو بحراني حالت و، په ټول كندوز كې ژوند سخت شو، وسله والو به ډزې كولې، مرمۍ به لګېدلې، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره مركز ته راغلو خو اوس ژوند سخت دى او مرسته نه راسره كېږي.))

عبدالله بيا د غزني له قره باغ څخه كورنۍ را ايستلې ده، هغه وايي دوه اوونۍ كېږي چې په سيمه كې يې جګړه تونده شوې او هر څه يې ترې په ځاى پاتې كړي دي: (( د جنګ له خاطره مو كروندې، د كور سامانونه هر څه راڅخه پاتې دي، باغونه مو همداسې پاتې دي، تر اوسه راسره دلته په ښار كې هېڅ مرسته نه ده شوې، ځينې خلك شين اسمان ته پراته دي، ځينې نور خپلوانو كره پراته دي.))

ګل محمد بيا د اندړو ولسوالۍ له ادلې كلي څخه د غزني ښار ته راكډه شوى دى: (( زموږ كلى محاصره و، جنګونه زيات شوي وو، اوس دلته خپلوانو كره دا دوه درې ورځې كېږي چې راغلي يوو، كورنۍ مو هم لويه ده، هيچا راسره نه مرسته كړې، نه يې زموږ لپاره څه كړي دي.))

دا په داسې حال كې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمد مياخېل وايي، دا مهال په هیواد کې ټول ټال له یو میلیون څخه ډېر کسان د جګړو او طبعي پیښو له کبله بې ځایه شوي دي.

د ده په وينا یوازې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې په هیواد کې د جګړو له کبله یو لکو اویا زره کسان بې ځایه شوي دي.

د میاخیل په خبره په تېره یوه میاشت کې د جګړو له کبله په هلمند کې څلورنیم زره کورنۍ، په ننګرهار کې څلور زره او درې سوه کورنۍ او په کندوز کې څلور زره کورنۍ بې ځایه شوې دي: (( دا كسان نه يوازې د جګړو له كبله بلكې له طبيعي پېښو څخه هم متاثره دي، جګړه چې څومره زياتېږي دا خلك به همداسې كورونو پرېښودلو ته اړ كېږي، ننګرهار يو له هغو ولايتونو دى چې هلته ډېر شمېر هېوادوال هلته بې ځايه شوي، هلته په تېرو څو كلونو كې ۱۲۰ زره هېوادوال مو بې ځايه شوي، بيا ورپسې هلمند دى هلته شاوخوا يو لك كسان بې ځايه شوي، په كندوز كې له تېرو څو اوونيو راهيسې څلور زره كورنۍ بې ځايه شوې دي.))

د کډوالو چارو وزارت چارواکي په ورته وخت کې وایي چې د دغه کډوالو سروې دوام لري اوله سروې وروسته به یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونه ته د مرستې لپاره ور وپیژندل شي خو د دې سربیره د کور د ننه د بې ځایه شویو کسانو د بیا ځای پر ځای کېدو لپاره هم هڅې روانې دي چې په وینا یې تر اوسه په تېرو څو کلونو کې شل کسان د هغوی په خپلو لومړنیو سیمو او یا نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه هم په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر له ډېرېدو اندیښنه لري او وایي چې دوی له بې ځایه شویو کسانو سره د هغوی د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو مرسته کولی شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن له کلید سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان حکومت باید د ملي پیوستون پروګرام له لارې چې نړیواله ټولنه هم ورسره مرسته کوي د دغه کډوالو ستونزې په اوږد مهاله توګه حل کړي: (( په لومړي ګام كې د ملي پيوستون پروګرامونه چې د اين ايس پي په نوم يادېږي او په ښاري سيمو كې دا پروګرم د نړيوالې ټولنې له مرستې برخمن او هغوى ورته پنځوس ميليونه ډالر ځانګړي كړي، نو افغان حكومت دې هم د دې كډوالو ستونزې د دغه پروګرام له لارې حل كړي، همدا رنګه هغه پيسې چې نړيوال او مرسته كوونكي يې د بشري مرستو لپاره ملګرو ملتونو ته وركوي، دا  دومره ډېرې نه دي چې د بې ځايه شويو كسانو اوږدمهاله اړتياوې پوره كړي، بلكې دا دومره دي چې په بيړنيو حالاتو كې د بې ځايه شويو كسانو اړتياوې پرې پوره كړو.))

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د کورنیو بې ځایه شویو د کره شمېر په اړه هم شک لري او وایي هغه شمېرې چې په افغانستان کې وړاندې کیږي دوه څلوېښت فيصده یې سمې نه دي.

د مارک باوډن په خبره د جګړو له کبله د کورنیو بې ځایه شویو په اړه ناسمې شمېرې وړاندې کول اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ له خنډ سره مخ کوي: (( موږ اړتيا لرو چې د كورنيو بې ځايه شويو كسانو د پېژندلو پروسه نوره هم منظمه كړو، تر څو په هېواد كې دننه بې ځايه شوي كسان وپېژنو او اړتياو ته يې ښه رسېدنه وكړو، په دې تړاو موږ د واليانو او وزارتونو د ښې همكارۍ غوښتونكي يوو، تر څو په كور دننه د بې ځايه شويو كره شمېره وړاندې كړي، او د دې پر ځاى چې د هغوى په ليستونو كې د هر چا نومونه وليكل شي او اصلي كسانو ته مرسته ونه رسېږي، په كور دننه د بې ځايه شويو شمېر دوه لكه ۲۱ زره دى، خو هغه شمېرې چې موږ ترلاسه كړي او دلته وړاندې كېږي ۴۲ فيصده يې تقلبي دي چې هېڅ واقعيت نه لري، موږ داسې موارد پيدا كړل چې د كډوالو په ليست كې داسې نومونه هم وو چې هغه له جګړې هېڅ وتلي نه دي يا په دې نوم هيڅوك نه وو.))

ملګري ملتونه د جګړې له ښکېلو لورو څخه غواړي چې د ملکي وګړو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او زیاتوي چې دوی له اجراییه ریاست سره د داسې یوې ستراتیژۍ په جوړولو کار پیل کړی چې پربنسټ به یې د جګړې پرمهال تر ډیره بریده د ملکي وګړو د ځان او مال ساتنه وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA