ads

غزني كې د موى تاى سيالۍ پاى ته ورسېدې

په غزني کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د شاوخوا ۷۲ مویتای کارانو ترمنځ دوه ورځنۍ سیالۍ، چې تېره ورځ پیل شوې وې نن پای ته ورسیدې. په دې سياليو كې د لوبو غوره څېرو ته د المپيك رياست لخوا مډالونه او ډالۍ هم وركړل شوې. د غزني د المپيك امريت […]

نویسنده: The Killid Group
30 زمری 1395
غزني كې د موى تاى سيالۍ پاى ته ورسېدې

په غزني کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د شاوخوا ۷۲ مویتای کارانو ترمنځ دوه ورځنۍ سیالۍ، چې تېره ورځ پیل شوې وې نن پای ته ورسیدې.

په دې سياليو كې د لوبو غوره څېرو ته د المپيك رياست لخوا مډالونه او ډالۍ هم وركړل شوې.

د غزني د المپيك امريت مشر باچا خان هژبر كليدته وويل، دغه سيالۍ د هېواد د خپلواكۍ د ورځې په وياړ د موى تاى د فډراسيون په نښت د ۷۲ ورزشكارانو تر منځ په دريو كټګوريو كې پيل شوې وې چې په وينا يې د دې ولايت له جاغوري ولسوالۍ څخه هم په كې ۲۰ موىتاى كارانو ګډون كړى و.

هژبر زياته كړه، له دغو سياليو څخه موخه يې په غزني كې د موى تاى د ورزشكارانو تر منځ د اړيكو ټينګښت او د تجربو تبادله وه چې په وينا يې د دوى تر منځ د سياليو لړۍ به له دې وروسته هم دوام ولري.

د موى تاى سياليو ورزشكارانو هم له كليد سره په خبرو كې وويل، دوى ته د ورته سياليو جوړول ځكه ګټور دي چې له دې لارې به د موى تاى افغان لوبغاړي په ملي او نړيوالو سياليو كې د ګډون او رينګ ته د ورتلو تجربې ترلاسه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA