د پاكستان پوځ وايي، د ډيورنډ كرښې ته نږدې يې په خيبر ايجنسۍ كې نوي عمليات پيل كړي دي تر څو په سيمه كې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوى وشي.
د پاكستان پوځي چارواكو ويلي، پرون يې د عملياتو د پيل پر مهال شاوخوا څوارلس وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاكستاني پوځ د رسنيو دفتر ويلي، عمليات د خيبر ايجنسۍ له راجګل سيمې څخه پيل شوي چې په ترڅ كې به يې په غرنيو سيمو كې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوى وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزيرستان كې هم د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات هم دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

