ads

ننګرهار كليد راډيو نهه كلنه شوه

ننګرهار کلید را ډیو خپله نهمه نشراتي کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې سبا د هیواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه هم نمانځل کېږي. د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جلال اباد كليد د نهمې كليزې په مراسمو كې وويل: (( موږ د كليد راډيو د ټولو خدمتونو په خاطر دوى ته […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1395
ننګرهار كليد راډيو نهه كلنه شوه

ننګرهار کلید را ډیو خپله نهمه نشراتي کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې سبا د هیواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه هم نمانځل کېږي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جلال اباد كليد د نهمې كليزې په مراسمو كې وويل: (( موږ د كليد راډيو د ټولو خدمتونو په خاطر دوى ته ستاينليك هم برابر كړى دى، زه دا د كليد ادارې ته سپارم.))

د غونډې په ترڅ كې د ننګرهار کلید راډیو د نشراتو مسوول یوسف ظریفي د کلید راډیو په تاریخچه لنډه رڼا واچوله او د خبرو په ترڅ کې یې زیاته کړه، چې له نن څخه نهه کاله وړاندې د زمري د مياشتې په اته ویشتمه نېټه کلید په ختیځه سیمه کې خپل نشرات پیل کړل.

د ظریفي په وینا ننګرهار کلید راډیو د تېرو نهو کلونو په اوږدو کې بېلابېلې خپرونې ټولنې ته وړاندې کړي او همدا راز یې  پر وخت د خبري پوښښ لپاره هم هلې ځلې کړې دي: (( جلال اباد كليد راډيو نهه كاله وړاندې د ننګرهار د ولسونو لپاره په خپرونو كار پيل كړ، دا هغه قدم و چې په ننګرهار كې د ازادو رسنيو لپاره يوه كړكۍ يې پرانيسته، ډي ايچ ايس اى په پنځو برخو كې په افغانستان كې كار كوي، يو يې هم د رسنيو برخه ده چې كليد ګروپ دى، په ښوونه، چاپېريال ساتنه، فرهنګي ميراثونو ساتنه او بشري خدماتو برخه كې هم د يادې ادارې هڅې ګړندۍ دي دا مهال په  افغانستان كې ډي ايچ ايس اى له اووه ويشت راډيو ګانو سره همكاري لري.))

د کلید راډیو نهمې کلیزې په نمانځغونډه کې د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال د کلید راډیو فعالیتونه وستایل او هیله یی وښوده،چې کلید راډيو اداره دې د خلکو له ستونزو د چارواکو د خبریدو په اړه خپلو پروګرامونو ته ادامه ور کړي.

نوموړي وویل، هغه ډول چې د ولس ستونزو ته رسېدنه او انعکاس ورکول دي، ننګرهار کلید په دغه برخه کې خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړی دی: (( د ولس اواز يې پورته كړى، ملي ارزښتونه يې ټول په نظر كې نيولي دي، زه د دې راډيو له ټولو مسوولينو مننه كوم چې د زړه له  اخلاصه يې كار كړى دى.))

دغه راز په یاده نمانځغونډه کې ګڼو ژورنالیستانو، د مدني ټولنو استازو او د پوهنتون استادانو ویناوې وکړې.

همدا  راز  ټاکل شوې سبا د هېواد د خپلواکۍ د اووه نوي يمې کلیزې او د ننګرهار کلید نهمې کلیزې په اړه بېلابېلې خپرونې او پروګرامونه هم نشر ته وسپارل شي.

ننګرهار کلید  راډیو د کلید ګروپ له ۱۱ راډیو ګانو يوه هغه ده چې په ختیځ سربیره یې اوس نشرات د نړۍ په هرګوټ کې اورېدل کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA