د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ملي شورا له استازو سره په کتنه کې د بروکسل غونډې ته د حکومت د بشپړ چمتو والي ډاډ ور کړى دى.
پرون په دغه ناسته کې د افغانستان د مالیی وزیر د بروکسل کنفرانس لپاره د ضمني ناستو په درشل کې د ټولو هغو آمادګیو فهرست هم وړاندې کړ، چې د بروکسل غونډې لپاره نیول شوي دي.
په دغه پلان کې د بروکسل غونډې لپاره د ګډونوالو لیست او ټول هغه موارد شامل دي، چې افغان حکومت د پرمختګونو یادونه په کې شوې.
په ورته وخت کې د ملي شورا استازو هم د بروکسل کنفرانس لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
ټاکل شوې څو میاشتې وروسته د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو غونډه راوبلل شي، چې له افغانستان سره د مرستو په اړه به پریکړې په کې کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

