راپورونه وایي، د یمن حوثي وسله والو په یو برید کې د سعودي عربستان یوولس سرتېري وژل شوي دي.
پیښه پرون له سعودي عربستان سره په ګډه پوله په جیزان ولایت کې را منځته شوې ده.
سعودي پوځي چارواکو ویلي، چې په یاد برید کې يې یو شمېر سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د راپورونو له مخې په جیزان ولایت وروسته له هغې حوثي وسله والو برید کړی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ سعودي جنګي الوتکو د حوثي وسله والو په مرکزونو د هوایی برید په ترڅ کې ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

