پاکستان د هند د لومړي وزير تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې هند غواړي په دا ډول څرګندونو سره د کشمير له مسئلې څخه د خلکو پام بل لور ته واړوي.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پرون د خپل هېواد د خپلواکۍ نهه شپېتمه کليزه کې په زغرده د پاکستان د بلوڅانو له خپلواکۍ غوښتلو دفاع وکړه.
مودي وويل، چې د ګلګيت، آزاد کشمير او بلوچستان خلکو يې د څرګندونو ملاتړ کړى او ورڅخه يې مننه کړې ده.
د هند لومړي وزير دغه راز د خيبر پښتونخوا د پښتنو د حقونو په اړه هم څرګندونې وکړې.
بل خوا د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز د هند د لومړي وزير تر څرګندونو څو ساعته وروسته په تنده لهجه وويل، چې هند غواړي د کشمير مسئله له عامه اذهانو بل طرف ته واړوي.
د نوموړي په خبره، هند او پاکستان بايد د کشمير مسئله د سياسي خبرو له لارې يو طرف ته کړي.
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا د هند د بهرنيو چارو وزارت ته په يو استول شوي ليک کې غوښتنه کړې، چې د کشمير پر مسئله دې دواړه هېوادونه له سره خبرې پيل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

