ads

فاضل: د كندهار زندان كې ۸۴ بنديان بې سرنوشته پراته دي

د كندهار د استيناف محكمې مشر ولايتي ادارې ته د حساب وركولو په غونډه كې ويلي، د دې ولايت په زندان كې ۷۴ كسان له ۱۱ كلونو راهيسې بې سرنوشته  پراته دي. قضاوتمند فضل هادي فاضل د دولتي ادارو پد حساب وركولو په دې غونډه كې ويلي، يادو كسانو په تېرو ۱۱ كلونو كې حتى […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1395
فاضل: د كندهار زندان كې ۸۴ بنديان بې سرنوشته پراته دي

د كندهار د استيناف محكمې مشر ولايتي ادارې ته د حساب وركولو په غونډه كې ويلي، د دې ولايت په زندان كې ۷۴ كسان له ۱۱ كلونو راهيسې بې سرنوشته  پراته دي.

قضاوتمند فضل هادي فاضل د دولتي ادارو پد حساب وركولو په دې غونډه كې ويلي، يادو كسانو په تېرو ۱۱ كلونو كې حتى دوسيه نه درلوده ځكه يې نو د دوى د قضيو د څېړنې لپاره جدي اقدامات پيل كړي دي.

د کندهار پر عدليې او قضايي ارګانونو د فساد ترڅنګ یوه لویه نیوکه دا ده، چې د دوسيو د نه څېړلو له امله ډير بې ګناه کسان په كې د زندان د تورو تمبو شاته پراته دي، خو د کندهار د استيناف محکمې رئیس فضل هادي فاضل وايي، په خپل ارګان کي يې د اصلاحاتو راوستلو په لړۍ کي تر ټولو د بې ګناه بنديانو د دوسیو د نه څېړل كېدو ستونزه جدي نيولې ده: (( زه چې راغلم پخپله محبس ته تللى يم، هلته ۸۴ بنديان له ۱۳۸۷ كال راهيسې بې سرنوشته پراته وو، زما تر راتګه پورې نه پوهېږم چې دا خبره وه كه نه وه، خو ما د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې په دې پسې راخيستې وه تر څو هغه نقطه مې پيدا كړه چې په كوم ځاى كې نقص دى، بيامو هغه څانګه مجبوره كړه چې ورته ووايو دا ولې داسې كېږي او كار بايد جدي وكړي، اوس خو كه هر چېرته څه شى وشي محكمې پسې خلك بد رد وايي، حال دا چې په دغو ۸۴ بې سرنوشته كسانو كې يو كس هم د محكمې نه و.))

د استيناف محكمې رئيس د خلكو د ستونزو د حل لپاره د مسلسلو غونډو جوړول، د مامورينو د پر وخت حاضرولو، د عدليې او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د خلکو د کارونو د ځنډولو مخنیوی د خپلو فعالیتونو په توګه یاد کړل.

د فاضل په وینا، ده په خپله كاري موده كې د هرې اوونۍ د پنجشنبې ورځ د مراجعینو  او يوه بله ورځ يې د زندانيانو د شکایتونو اورېدلو ته ځانګړې کړې: (( هر هغه څوك چې د كندهار په محاكمو كې غير قانوني چلند ورسره كېږي، هغه كولى شي چې د پنجشنبې په ورځ زموږ مشران قاضي صيبانو كميسون ته مراجعه وكړي، موږ اړوند قاضي همغې كميسيون ته راغواړو او پوښتنه ورڅخه كوو.))

قضاوتمند فضل هادي فاضل وايي، د كندهار محكمه له تشکیلاتي ستونزو سره مخ ده خو له دې سره- سره مرکزي ادارې د دوی د تشکیل مربوط ۳۲ ښځي او ۱۸ نارینه په کابل کي خدمتي مقرر کړي دي.

هغه زياتوي، په محكمه كې له ټولو واسطه لرونكو مامورينو سره يې مبارزه پيل كړې ده: (( ۱۱۱ پرسونل اداري لرو، چې له دې جملې ۳۲ ښځې او ۱۸ نارينه مقرر دلته دي خو خدمتي په كابل كې دي.))

فاضل له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چي په عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو لپاره مهمه ده چي خلک د فاسدو کسانو په نښه كولو كې کې د دوی له ادارې سره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA