ads

عراقي ځواكونه پر موصل د بريد تابيا نيسي

عراقي ځواكونو له كردي مليشو سره په ګډه له داعش ډلې څخه د موصل د نيولو لپاره په عملياتو كې يو شمېر كلي نيولي دي. موصل د داعش تر ولكې لاندې وروستى لوى ښار دى چې په ۲۰۱۴ كې داعشي جنګياليو نيولى و، خو اوس عراقي ځواكونه د دغه ښار د نيولو لپاره دا دوهمه […]

نویسنده: TKG
25 زمری 1395
عراقي ځواكونه پر موصل د بريد تابيا نيسي
060518-N-6901L-005 Mushahda, Iraq (May 18, 2006) - Iraqi tanks assigned to the Iraqi Army 9th Mechanized Division drive through a checkpoint near Forward Operating Base Camp Taji, Iraq. U.S. Navy photo by Photographer's Mate 1st Class Michael Larson (RELEASED)

عراقي ځواكونو له كردي مليشو سره په ګډه له داعش ډلې څخه د موصل د نيولو لپاره په عملياتو كې يو شمېر كلي نيولي دي.

موصل د داعش تر ولكې لاندې وروستى لوى ښار دى چې په ۲۰۱۴ كې داعشي جنګياليو نيولى و، خو اوس عراقي ځواكونه د دغه ښار د نيولو لپاره دا دوهمه ورځ ده چې مخ پر وړاندې روان دي.

د عراق له ځمكنيو پوځونو سره د امريكا هوايي ځواك مرسته كوي او عراقي ځواكونه به هڅه وكړي چې تر حملې وړاندې موصل ښار له څلورو خواو محاصره كړي.

عراقي رسنۍ وايي، داعش جنګيالي هم پر دغه ښار د لوى بريد د ناكامولو لپاره پر كردي ملېشو باندې له چاوديدونكو موادو څخه د ډكو موټرو په مرسته د بريدونو هڅې كوي.

بلخوا د كردي ځواكونو يو قومندان رسنيو ته ويلي، پر موصل ښار د بريد لپاره د عراقي پوځ او مليشو پنځه زره سرتېري حملې ته چمتو ولاړ دي.

كه څه هم پر موصل د بريد لپاره عراقي ځواكونو كومه نېټه او وخت نه دى معلوم كړى خو دغې بريد لپاره پرمختګونه په داسې حال كې روان دي چې عراقي ځواكونو د هېواد په جنوب كې هم د داعش پر وړاندې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.

موصل هغه ښار دى چې د داعش مشر ابوبكر البغدادي په كې د خپل خلافت د پيل اعلان وكړ، خو اوس د عراق صدراعظم حيدالعبادي پر دغه ښار د بريد د تياريو پر مهال ويلي، دا ولايت به په هر ډول چې وي د داعش له منګولو خلاصوي او دغې ډلې ته به سخته ماتې وركوي.

دا په داسې حال كې ده چې ملګرو ملتونو ويلي، كه په موصل باندې عمليات وشي نو د سختو بشري جرمونو وېره هم شته.

په دې وروستيو كې د عراقي پوځ او ايتلافي ځواكونو د بريدونو له كبله په دغه هېواد كې داعش ډله ځپل شوې ښكاري او د نظامي چارو څېړونكې يوې  نړيوالې ډلې آي ايچ ايس ويلي، د ۲۰۱۶ كال په لومړيو شپږو مياشتو كې داعش ډلې په  عراق او شام كې خپله ۱۲ فيصده واكمني له لاسه وركړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA