ads

نيويارك : وسله والو يو ملا امام او مرستيال يې وژلي دي

په نيويارك كې نامعلومه وسله والو د مسلمانانو د يو جومات امام او د هغه مرستيال په ډزو وژلى دى.امريكايي رسنۍ وايي، د مولانا اخوندجي په نوم دغه ملا امام د نيويارك په كوينز كې له خپل مرستيال ملا  امام سره پياده روان و چې وسله والو د شا لخوا په سر ويشتلى دى.د نيويارك […]

نویسنده: TKG
24 زمری 1395
نيويارك : وسله والو يو ملا امام او مرستيال يې وژلي دي

په نيويارك كې نامعلومه وسله والو د مسلمانانو د يو جومات امام او د هغه مرستيال په ډزو وژلى دى.
امريكايي رسنۍ وايي، د مولانا اخوندجي په نوم دغه ملا امام د نيويارك په كوينز كې له خپل مرستيال ملا  امام سره پياده روان و چې وسله والو د شا لخوا په سر ويشتلى دى.
د نيويارك پوليسو ويلي، مولانا اخوندجي ځاى پر ځاى ساه وركړې خو ملګري يې په روغتون كې ساه وركړې ده. په نيويارك كې نامعلومه وسله والو د مسلمانانو د يو جومات امام او د هغه مرستيال په ډزو وژلى دى.
امريكايي رسنۍ وايي، د مولانا اخوندجي په نوم دغه ملا امام د نيويارك په كوينز كې له خپل مرستيال ملا  امام سره پياده روان و چې وسله والو د شا لخوا په سر ويشتلى دى.
د نيويارك پوليسو ويلي، مولانا اخوندجي ځاى پر ځاى ساه وركړې خو ملګري يې په روغتون كې ساه وركړې ده.
۵۵ كلن مولانا اخون جي دوه كاله كېدل چې له بنګله دېش څخه نيويارك ته تللى و. پوليس وايي تراوسه د دغه ملا د وژل كېدو د سبب په اړه كومه اشاره نه ده وركول شوې، خو شايد چې نوموړى د عقيدې پر بنسټ وژل شوى وي.
د مولانا اخون جي په وژل كېدو ځايي مسلمانانو لاريون هم كړى او يو شمېر عيني شاهدانو پوليسو ته ويلي، د پېښې له ځايه يو وسله وال كس په تېښته بريالى شوى خو پوليسو تر اوسه نه دى پيدا كړى.
په امريكا كې پر كلبونو او نورو ځايونو وسله وال بريدونه ډېر شوي خو دا پېښه نادره ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA