ads

طالبانو د نورستان په وانټ وايګل ډله ييز بريد كړى

د نورستان ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې ډله ییز برید کړی چې اوس هم نښته روانه ده.د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته تاييد كړه چې نن سهار وختي يو زیات شمېر وسله والو د وانټ وایګل ولسوالۍ په مقر […]

نویسنده: TKG
24 زمری 1395
طالبانو د نورستان په وانټ وايګل ډله ييز بريد كړى

د نورستان ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې ډله ییز برید کړی چې اوس هم نښته روانه ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته تاييد كړه چې نن سهار وختي يو زیات شمېر وسله والو د وانټ وایګل ولسوالۍ په مقر ډله ییز برید کړی او نښته يې اوس هم روانه ده. د نورستان ولایتي چارواکي وایي، د دې ولايت په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې ډله ییز برید کړی چې اوس هم نښته روانه ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته تاييد كړه چې نن سهار وختي يو زیات شمېر وسله والو د وانټ وایګل ولسوالۍ په مقر ډله ییز برید کړی او نښته يې اوس هم روانه ده.
والي وویل، چې سیمې ته یې له مرکز څخه مرستندویه سرتېري لېږلي او د روانې نښتې له امله یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده: (( طالبانو په وايګل يو لوى وسله وال بريد پيل كړى و، خو د سربازانو له مقاومت سره مخ دي، تازه دم ځواكونه مو هم ور استولي، جګړه لا هم په سختۍ روانه ده.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د نورستان ولایتي چارواکي په داسې حال کې د وسله والو د ډله ییز برید خبره کوي، چې په دغې ولسوالۍ له دې وړاندې هم څو ځله ډله ییز بریدونه شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA