ads

د سالنګ لويې لارې تړل كېدو ستونزې راپورته كړې دي

د سالنګ د لويې لارې مساپر او موټر چلوونكي شكايت كوي چې له دوه ورځو راهيسې ياده لار تړل شوې او هيڅوك نه د سالنګ جنوب ته او نه هم شمال ته تګ راتګ كولى شي. دوی وايي، د بغلان په خنجانو ولسوالۍ کې د سیمې خلکو له دوو ورځو راهیسې لاريونونه پيل كړي او […]

نویسنده: TKG
24 زمری 1395
د سالنګ لويې لارې تړل كېدو  ستونزې راپورته كړې دي

د سالنګ د لويې لارې مساپر او موټر چلوونكي شكايت كوي چې له دوه ورځو راهيسې ياده لار تړل شوې او هيڅوك نه د سالنګ جنوب ته او نه هم شمال ته تګ راتګ كولى شي.
دوی وايي، د بغلان په خنجانو ولسوالۍ کې د سیمې خلکو له دوو ورځو راهیسې لاريونونه پيل كړي او لاره يې تړلې چې له امله یې  د هېواد د مرکز او شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. د سالنګ د لويې لارې مساپر او موټر چلوونكي شكايت كوي چې له دوه ورځو راهيسې ياده لار تړل شوې او هيڅوك نه د سالنګ جنوب ته او نه هم شمال ته تګ راتګ كولى شي.
دوی وايي، د بغلان په خنجانو ولسوالۍ کې د سیمې خلکو له دوو ورځو راهیسې لاريونونه پيل كړي او لاره يې تړلې چې له امله یې  د هېواد د مرکز او شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د خنجانو لاريون كوونكي وايي، د پكتيا په جاني خېلو كې يې په ملي ځواك كې شامل زامن  او خپلوان محاصره شوي او تر څو چې دولت دوى ته مرستې ونه رسوي، لاره نه خوشې كوي.
د یو شمېر مساپرو په وینا په یاده لار باندې ماشومان، مېرمنې او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو لاریون کوونکو ګواښ كړى تر څو چې د دوى غوښتنو ته حكومت جدي پاملرنه ونه كړي نو د سړك د بندولو چارې ته د دوام وركولو تر څنګ به د بریښنا هغه مزي هم پرې کړي چې د تاجکستان بریښنا له مرکز سره وصلوي.
د سالنګ په لويه لاره د لويو موټرو يو چلوونكي نثار احمد كليد ته وويل، د لارې د بندښت له كبله نه يوازې دولت بلكې سوداګرو ته د ورځې سلګونه زره ډالر تاوان ور اوړي: (( دولت ته ميليونونه ډالر تاوان د ورځې اړوي، سوداګر هم او موټروانان هم تاوانونه كوي، حكومت دې دا مسئله حل كړي.))
بل خوا د فاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، د خنجانو د خلكو د غوښتنو په اړه يې جدي اقدامات كړي دي او هيله لري چې دا لاره به خلاصه شي: (( موږ كومانډو ځواكونه پكتيا ته استولي عمليات روان دي او د ټولو هغو پېښو مخنيوى په وكړو چې له امله يې ملي امنيتي سرتېرو ته زيان رسېږي.))
د یادونې وړ ده چې د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو ټرانزیتي لارو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره وصلوي او هره ورځ پرې سلګونه لوی او واړه موټر تګ  راتګ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA