ads

ځايي خلك: د كابل په قره باغ كې د طالبانو فعاليتونه زيات شوي

د كابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په دې ولسوالۍ كې د تېرو كلونو په پرتله د وسله والو مخالفينو تحركات او فعاليتونه زيات شوي دي.ځايي خلكو كليد ته ويلي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونو خلكو ته امنيتي ګواښونه متوجه كړي  او همدا راز ورسره يو شمېر غيرمسووله وسله والې ډلې هم […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1395
ځايي خلك: د كابل په قره باغ كې د طالبانو فعاليتونه زيات شوي

د كابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په دې ولسوالۍ كې د تېرو كلونو په پرتله د وسله والو مخالفينو تحركات او فعاليتونه زيات شوي دي.
ځايي خلكو كليد ته ويلي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونو خلكو ته امنيتي ګواښونه متوجه كړي  او همدا راز ورسره يو شمېر غيرمسووله وسله والې ډلې هم راپورته شوې دي.
د قره باغ خلك وايي، په سيمه كې يې د وسله والو فعاليتونو په زياتېدو د كابل- پروان لاره هم له خطر سره مخ كېږي او حكومت يې بايد مخه ونيسي.
ځايي خلكو له كليد سره په خبرو كې ويلي، طالبانو څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په باغ عالم سيمه كې خپل بيرغ راځړولى و چې د سيمې خلك يې سخت اندېښمن كړي دي. د كابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په دې ولسوالۍ كې د تېرو كلونو په پرتله د وسله والو مخالفينو تحركات او فعاليتونه زيات شوي دي.
ځايي خلكو كليد ته ويلي، د وسله والو مخالفينو فعاليتونو خلكو ته امنيتي ګواښونه متوجه كړي  او همدا راز ورسره يو شمېر غيرمسووله وسله والې ډلې هم راپورته شوې دي.
د قره باغ خلك وايي، په سيمه كې يې د وسله والو فعاليتونو په زياتېدو د كابل- پروان لاره هم له خطر سره مخ كېږي او حكومت يې بايد مخه ونيسي.
ځايي خلكو له كليد سره په خبرو كې ويلي، طالبانو څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په باغ عالم سيمه كې خپل بيرغ راځړولى و چې د سيمې خلك يې سخت اندېښمن كړي دي.
قاسم د قره باغ يو اوسېدونكى دى، نوموړى وايي، طالبانو خپل بيرغ د دوه ولايتونو كابل او پروان په منځ پوله جګ كړى و چې حكومت يې د لرې كولو لپاره هېڅ ونه كړل: (( هېڅ سړى نه پوهېږي چې دلته اوس د طالبانو حاكميت دى كه د حكومت؟ اوس هم خلك ډارېدلي چې په پروان او كابل كې خلك وايي چې قره باغ طالبانو ونيو.))
بل خوا د قره باغ ولسوال عبدالسمیع شریفي په یاده ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفینو يو لړ فعالیتونه تاییدوي او وايي د پروان له یو شمېر نا امنو ولسوالیو څخه ځینې وسله وال قرهباغ ته داخلیږي او ځینې وخت نا امنۍ رامنځته کوي.
د نوموړي په وینا د دوی امنیتي ځواکونو څو ځلې د وسله والو فعالیتونه له منځه وړي او هیڅ کله به د کابل ـ پروان په لویه لار امنیتي ستونزې رامنځته نه شي .
د یادونې وړ ده چې قره باغ د کابل شمالي ولسوالي ده چې د پروان له ځينو ولسوالیو سره ګډه پوله لري او د چارواکو په وینا ځینې وخت له یادې ولسوالۍ څخه د بګرام په هوايي ډګر هم راکټي بریدونه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA