په ننګرهار کې یو شمېر مدني ټولنو او ځوانانو په بدو کې د ښځو د ورکړې د مخنیوي کمپاین پيلوونكي خان ولي عادل په ملاتړ غونډه وکړه.
دوی وایي، د خان ولي عادل مبارزه په حقه او دیني عالمان دې په بدو کې د ښځو ورکړې په اړه فتواوې صادرې کړي.
خان ولي هغه ځوان دی، چې کورنۍ دښمني یې د ده ورور ته د یوې ماشومې په ورکړه پای موندلی؛ خو نوموړي دا کړنه د یادې ماشومې په حق کې تېری ګڼلی او په بدو کې د ښځو ورکړې په اړه یې په كابل كې د تحصن خيمې په وهلو سره مبارزه پیل کړې ده.
د ننګرهار یو شمېر مدني ټولنې او ځوانان نن په همدې موخه سره راټول شوي او د یوې غونډې په ترڅ کې یې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په بدو کې د ښځو ورکړه دې جرمي عمل حساب کړي. په ننګرهار کې یو شمېر مدني ټولنو او ځوانانو په بدو کې د ښځو د ورکړې د مخنیوي کمپاین پيلوونكي خان ولي عادل په ملاتړ غونډه وکړه.
دوی وایي، د خان ولي عادل مبارزه په حقه او دیني عالمان دې په بدو کې د ښځو ورکړې په اړه فتواوې صادرې کړي.
خان ولي هغه ځوان دی، چې کورنۍ دښمني یې د ده ورور ته د یوې ماشومې په ورکړه پای موندلی؛ خو نوموړي دا کړنه د یادې ماشومې په حق کې تېری ګڼلی او په بدو کې د ښځو ورکړې په اړه یې په كابل كې د تحصن خيمې په وهلو سره مبارزه پیل کړې ده.
د ننګرهار یو شمېر مدني ټولنې او ځوانان نن په همدې موخه سره راټول شوي او د یوې غونډې په ترڅ کې یې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په بدو کې د ښځو ورکړه دې جرمي عمل حساب کړي.
دوی وویل، د هېواد دیني عالمانو سراسري شورا دې په بدو کې د ښځو د ورکړې په اړه ژر تر ژره فتوا صادره او د عواقبو په اړه دې دیني عالمان عامه پوهاوی ترسره کړي.
ددغې خبري ناستې پریکړه لیک ځوان مدني فعال ارشاد رغاند ولوست: (( موږ په يوه خوله په بدو كې د ښځو وركړه د خپلې ټولنې په ټنډه يو تور داغ، يو غير انساني او وحشيانه عمل بولو او د ژر پايته رسېدو لپاره يې د هر اړخيزو اساسي اقداماتو غوښتنه يې كوو، موږ بدو د ناوړه او غير انساني رواج پر ضد د ښاغلي خان ولي عادل مبتكرانه او بې مثاله مبارزه ستايو او غوښتنې يې قانوني، مشروع او د ژر منل كېدو وړ ګڼو، موږ هم د علماو د سراسري او محترمې شورا څخه په ډېر احترام هيله كوو چې د پيغمبر (ص) د ورثه و او زموږ د مسلمانې ټولنې رهبري كوونكو، تر ټولو مؤثر او احترام وړ قشر په توګه د بدو د بد رواج په اړه فتوا صادره كړي.))
په ورته وخت کې بیا د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونه وایي، لا هم د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې په بدو کې د ښځو ورکړې له دود څخه دوی ځورېږي.
په جلال اباد ښار کې د سباوون خصوصي ښوونځي یوې ښوونکې رونا شینوارې له کلید سره په خبرو کې وویل که چېرته په ټولنه کې د زده کړې کچه لوړه شي، نو په بدو کې د ښځو ورکړه هم ورسره کمېدلای شي: ((په بدو كې د ښځو وركړه د اسلام له نظره نه ده ستايل شوې، دا له اسلامه لرې خبره ده، ډېرې بدې پايلې لري، كه انسان تعليم كړى وي او پوهېږي چې دا بد كار دى نو سنجش به وكړي او ستونزې د حل لپاره به بله لاره پيدا كړي.))
د ننګرهار یو شمېر مدني ټولنې او ځوانان په داسې حال کې د پکتیا د اوسیدونکي خان ولي عادل په ملاتړ خپل غږ پورته کوي، چې نوموړي له تېرو څو میاشتو راهيسې لومړى په خپل پلرني ټاټوبي او اوس په کابل کې مبارزه پیل کړې، چې دیني عالمان دې په بدو کې د ښځو د ورکړې په اړه فتوا صادره او حکومت دې دغه عمل جرم وبلي.
نوموړي ګواښ کړی، که چېرته د راتلونکې یکشنبې ترمازیګره یې غوښتنې ونه منل شي، نو خپل ځان ته به اور ورته کړي.


