د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۱۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، نښته پرون ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند نورلام دره کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو مخالفینو د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۱۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، نښته پرون ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند نورلام دره کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو مخالفینو د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه، په دغه نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي؛ خو ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی: (( بيګا شپه وسله والو د منګو او سندروا په سيمو كې د افغان ځواكونو په دوه پوستو ډله ييز بريدونه كړي، افغان ځواكونو بريدونه په ميړانه شاته تمبولي، چې په جګړه كې دوه وسله وال وژل شوي او اته نور يې زخميان دي.))
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


