د كندهار ځوانان شكايت كوي چې په سياسي، اقتصادي، ورزشي او فرهنګي ساحو كې يې مشكلات ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي خو حكومت د دوى د ستونزو د حل لپاره هېڅ لازم اقدامات نه دي كړي.
د كندهار ځوانانو ځايي ادارې په فساد تورنوي او وايي، په ګڼو ادارو كې ګمارنې استعدادونو ته د كتنې پر ځاى د شخصي اړيكو او واسطو له مخې كېږي.
دوى د بې كارۍ په له منځه وړلو كې اړوند مسوولين ناكام او بې پروا بولي او په مركزي حكومت غږ كوي چې د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وكړي. د كندهار ځوانان شكايت كوي چې په سياسي، اقتصادي، ورزشي او فرهنګي ساحو كې يې مشكلات ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي خو حكومت د دوى د ستونزو د حل لپاره هېڅ لازم اقدامات نه دي كړي.
د كندهار ځوانانو ځايي ادارې په فساد تورنوي او وايي، په ګڼو ادارو كې ګمارنې استعدادونو ته د كتنې پر ځاى د شخصي اړيكو او واسطو له مخې كېږي.
دوى د بې كارۍ په له منځه وړلو كې اړوند مسوولين ناكام او بې پروا بولي او په مركزي حكومت غږ كوي چې د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وكړي.
بل پلو ته د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو امر نجيب الله وايي، ادارې يې د ځوانانو د ظرفيتونو د لا پياوړتيا لپاره پروګرامونه پيل كړي او په دې برخه كې يې وخت په وخت ځوانانو ته معلومات هم وركړي دي.
نجيب الله زياته كړه د ځوانانو د بې كارۍ د كچې راټيټولو لپاره يې له خصوصي او خارجي موسسو سره خپل پلانونه شريك كړي او د هغوى له اړخه يې ډاډ ترلاسه كړى چې خپلو ادارو كې به اكثره ځوانان په كار وګماري.
نجيب الله همدا راز زياته كړه دولتي ادارو به ورته پخوا د ځوانانو د ور پېژندلو لپاره احوال وركاوه خو اوس د دولتي بستونو لپاره ترې ځوانان نه غوښتل كېږي: (( ځوان كولى شي چې موږ ته په ازادانه ډول خپلې ستونزې راورسوي، د دوى لويه ستونزه د درسونو ده، په دې كې موږ مرسته كړې ده، خو د كار خبره داسې ده چې دا په اداري اصلاحاتو او دولتي ادارو پورې اړه لري، موږ ته تر اوسه په كې صلاحيت نه دى راكول شوى نه راڅخه ځوانان د كار لپاره غواړي.))
هېره دې نه وي چې د جمعې ورځ د ځوانانو نړيواله ورځ وه چې د هېواد په مركز او ټولو ولايتونو كې ونمانځل شوه.
دا په داسې حال كې چې لا هم په افغانستان كې له ۱۰ څخه تر ۱۵ ميليونو پورې ځوانان په بېله بېلو ټولنيزو او اقتصادي ستونزو كې ګېر دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


