ads

كاپيسا: د طالبانو ګواښونو د اله ساى يوازنى كلنيك تړلى

د كاپيسا د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په ټوله ولسوالۍ كې يوازې يو كلينيك لري خو هغه هم د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له كبله تړل شوى دى.د ځايي خلكو په وينا، د دغه كلنيك په شاوخوا كې د ملي اردو پوستې اچول شوي چې دې كار وسله والو ته بهانه […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1395
كاپيسا: د طالبانو ګواښونو د اله ساى يوازنى كلنيك تړلى

د كاپيسا د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په ټوله ولسوالۍ كې يوازې يو كلينيك لري خو هغه هم د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له كبله تړل شوى دى.
د ځايي خلكو په وينا، د دغه كلنيك په شاوخوا كې د ملي اردو پوستې اچول شوي چې دې كار وسله والو ته بهانه په لاس وركړې تر څو خلك په كلنيك بند كړي.
دوى وايي، طالبانو ورته ګواښ كړى چې دغې كلنيك ته به د تداوۍ لپاره نه ځي، ځكه دوى ډارېږي چې ځايي خلك به د كلنيك په خوا كې له پرتو ملي ځواكونو سره د دوى په اړه معلومات شريك كړي. د كاپيسا د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونكي شكايت كوي چې په ټوله ولسوالۍ كې يوازې يو كلينيك لري خو هغه هم د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له كبله تړل شوى دى.
د ځايي خلكو په وينا، د دغه كلنيك په شاوخوا كې د ملي اردو پوستې اچول شوي چې دې كار وسله والو ته بهانه په لاس وركړې تر څو خلك په كلنيك بند كړي.
دوى وايي، طالبانو ورته ګواښ كړى چې دغې كلنيك ته به د تداوۍ لپاره نه ځي، ځكه دوى ډارېږي چې ځايي خلك به د كلنيك په خوا كې له پرتو ملي ځواكونو سره د دوى په اړه معلومات شريك كړي.
د كاپيسا د اله ساى يو اوسېدونكي درويش كليد ته وويل، طالبانو د كلنيك ډاكټرانو ته هم ګواښونه كړي چې دغې كلنيك ته ور نه شي: (( دولت دومره صلاحيت نه لري چې د كلنيك په اړه ګواښونه له منځه يوسي، دا په ټوله  اله ساى كې يوازنى كلنيك دى، ښځې او ماشومان به ورتلل، يوه مياشت كېږي چې د كلنيك په اړه دا ستونزه راپورته شوې ده.))
د اله ساى ولسوال غلام نقشبند ساپى كه څه هم ياده ستونزه تاييدوي او مني چې طالبانو خلك كلنيك ته له ورتلو منع كړي، خو په وينا يې دا مسئله يې د ځايي مشرانو او د كلنيك د ډاكټرانو په مرسته حل كړې ده.
د ده په خبره اوس دا كلنيك تړلى نه دى بلكې بېرته خلكو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو په هدف پرانيستل شوى دى: (( اخطاريه كلنيك ته راغلې وه، دا خبره سهي ده، د اخطاريې فوټو كاپي اوس هم ماسره ده، ډاكټران او مشران مې وغوښتل او په يو ساعت كې مې دا ستونزه حل كړه، زموږ ډاكټران فعال دي امبولانس مو فعال دى ټول خدمات روان دي.))
د كليد موندنې ښيي چې په تېرو پنځلسو كلونو كې د كاپيسا په اله ساى كې درې روغتيايي مركزونه جوړ شوي، خو اكثره ناروغان يې لا هم د كاپيسا مركز او د نورو ولايتونو روغتونونو ته د درملنې لپاره استول كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA