ads

د هلمند ۱۵ كلنې جګړې له ۴ زرو زياتې كورنۍ بې ځايه كړې دي

د هلمند چارواكي وايي، تېرې ۱۵ ورځنۍ جګړې د دې ولايت له نادعلي، ناوې او لښكرګاه ښار ته له نږدې پرتو سيمو څخه ۴ زره كورنۍ بې ځايه كړې دي. د هلمند د كډوالو او بېرته راستنېدونكو د چارو رئيس نقيب الله زمريال كليد ته وويل، دغه ۴ زره كورنۍ د هلمند له مركزي ولسواليو […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1395
د هلمند ۱۵ كلنې جګړې له ۴ زرو زياتې كورنۍ بې ځايه كړې دي

د هلمند چارواكي وايي، تېرې ۱۵ ورځنۍ جګړې د دې ولايت له نادعلي، ناوې او لښكرګاه ښار ته له نږدې پرتو سيمو څخه ۴ زره كورنۍ بې ځايه كړې دي.
د هلمند د كډوالو او بېرته راستنېدونكو د چارو رئيس نقيب الله زمريال كليد ته وويل، دغه ۴ زره كورنۍ د هلمند له مركزي ولسواليو څخه ښار ته راكډه شوي چې تر دې دمه ترې ياد رياست ايله ۶۸۲ كورنۍ د سروې په اساس تثبيت كړي او د نورو لپاره يې د سروې د چارو تر څنګ د خوراكي او غير خوراكي توكو د چمتو كولو لړۍ روانه ده. د هلمند چارواكي وايي، تېرې ۱۵ ورځنۍ جګړې د دې ولايت له نادعلي، ناوې او لښكرګاه ښار ته له نږدې پرتو سيمو څخه ۴ زره كورنۍ بې ځايه كړې دي.
د هلمند د كډوالو او بېرته راستنېدونكو د چارو رئيس نقيب الله زمريال كليد ته وويل، دغه ۴ زره كورنۍ د هلمند له مركزي ولسواليو څخه ښار ته راكډه شوي چې تر دې دمه ترې ياد رياست ايله ۶۸۲ كورنۍ د سروې په اساس تثبيت كړي او د نورو لپاره يې د سروې د چارو تر څنګ د خوراكي او غير خوراكي توكو د چمتو كولو لړۍ روانه ده.
زمريال زياته كړه، بې ځايه شويو كورنيو ته د مرستو نه رسېدو په لاره كې لوى خنډ دا و چې د لښكرګاه او كندهار د لويې لارې د بندښت له كبله كډوالو لپاره راغلې مرستې په كندهار كې بندې پاتې وې.
د هلمند د ولايتي شورا رئيس حاجي محمد كريم اتل بيا نه يوازې دغو كډوالو ته پر وخت د مرستو نه رسېدو په اړه نيوكه كوي بلكې وايي، د كډوالو هغه شمېر چې دولت يې په ګوته كوي ۴ زره نه دى بلكې دوى تر ۲۰ زرو هم زيات دي چې ځينې يې لښكرګاه ته رارسېدلي او ځينې نورې كورنۍ بيا نورو امن سيمو ته وتلې دي.
د نادعلي له چا انجير او ناوې څخه راكډه شوې كورنۍ وايي، دا مال يې د لښكرګاه ښار اړوند په درېيمه حوزه كې د خپلو خپلوانو په كورونو كې اړولي او د ژوند تېرولو لپاره  هېڅ نه لري.
ځينې كورنۍ دا هم وايي چې د جګړې له كبله يې يوازې خپل سرونه روغ را ايستلي او نور يې د كور ټول اړين توكي هماغسې په كلاګانو كې پاتې شوي دي، ځكه نو په وينا يې دوى عاجلو دولتي مرستو ته اړ دي.
راكډه شويو كورنيو كليد ته شكايت كړى چې له كډوالو سره د مرستو په اړه سروې شفافه نه ده او زياتره كارونه يې په واسطه او خپلوۍ روان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA