په بلخ كې يو زوم په خپلې خسرګنۍ پسې موټر ته د لاسي بم په ورغورځولو خپله خواښې او د ټكسي ډرېور وژلي او د خسر د كور درې نور غړي يې ټپيان كړي دي.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دراني كليد ته د پېښې په اړه وويل، په پېښه كې د زوم د خواښې په ګډون دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دراني زياته كړه، پېښه د مزار شريف په دريمه كارته سيد اباد د كورنيو اختلافاتو له كبله رامنځته شوې چې پوليسو د پېښې عامل هم نيولى دى په بلخ كې يو زوم په خپلې خسرګنۍ پسې موټر ته د لاسي بم په ورغورځولو خپله خواښې او د ټكسي ډرېور وژلي او د خسر د كور درې نور غړي يې ټپيان كړي دي.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دراني كليد ته د پېښې په اړه وويل، په پېښه كې د زوم د خواښې په ګډون دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دراني زياته كړه، پېښه د مزار شريف په دريمه كارته سيد اباد د كورنيو اختلافاتو له كبله رامنځته شوې چې پوليسو د پېښې عامل هم نيولى دى: (( كورني اختلافات يې سره درلودل، په خپلو كې يې جنجال سره تېر شوى خو كله يې چې د خواښې كورنۍ له كوره راوتلې او يو ټكسي موټر ته ختلي دي، نو زوم لاسي بم موټر ته ور اچولى، خواښې او موټروان مړه دي، دوه نور ټپيان دي.))
خو د ابوعلي سينا بلخي حوزوي روغتون سرطبيب نورمحمد فيض بيا له كليد سره په خبرو كې د ټپيانو شمېر درې تنه وښود.
نوموړي كليد ته وويل، د لاسي بم د چاودنې له كبله د زوم خواښې او موټروان مړه شوي، خو يو نارينه او دوه مېرمنې ټپي شوې دي: (( دا پېښه ماسپښين مهال شاوخوا يوه بجه سيد اباد كې شوې ده، داسې وه چې د زوم مېرمنې تازه له خپل مېړه طلاق اخيستى و، زوم په قهر شوى او د خواښې د سورلۍ ټكسي موټر ته يې بم ور غورځولى، د شريفې په نوم يوه ښځه مړه شوې، ډريور هم مړ دى خو مړى يې تر اوسه نه دى راوړى، دوه ښځې نورې ټپيانې دي او يو بل نارينه هم ټپي دى.))
دا پېښه په داسې حال كې شوې چې په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په شمالي ولايتونو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه زياته شوې بولي.


