ads

بغلان: مظاهره كوونكو، د شمال نهو ولايتونو ته تللې لاره بيا تړلې

د بغلان ولایت په خنجانو ولسوالۍ کې د شمال او شمال ختيځ د نهو ولایتونو نښلوونكې لويه لاره د مظاهره کوونکو لخوا  يو وار بيا تړل شوې ده. پرون ماسپښين په لومړي وار كې مظاهره کوونکو  له مرکزي  دولت  څخه غوښتي وو تر څو ژر تر ژره هغه سرتېري چې د بغلان ولایت اوسیدونکي دي […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1395
بغلان: مظاهره كوونكو، د شمال نهو ولايتونو ته تللې لاره بيا تړلې

د بغلان ولایت په خنجانو ولسوالۍ کې د شمال او شمال ختيځ د نهو ولایتونو نښلوونكې لويه لاره د مظاهره کوونکو لخوا  يو وار بيا تړل شوې ده.
پرون ماسپښين په لومړي وار كې مظاهره کوونکو  له مرکزي  دولت  څخه غوښتي وو تر څو ژر تر ژره هغه سرتېري چې د بغلان ولایت اوسیدونکي دي او  د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په محاصره کې بند پاتې دي باید خوشې كړاى شي او دولت ورته مرستې ورسوي. د بغلان ولایت په خنجانو ولسوالۍ کې د شمال او شمال ختيځ د نهو ولایتونو نښلوونكې لويه لاره د مظاهره کوونکو لخوا  يو وار بيا تړل شوې ده.
پرون ماسپښين په لومړي وار كې مظاهره کوونکو  له مرکزي  دولت  څخه غوښتي وو تر څو ژر تر ژره هغه سرتېري چې د بغلان ولایت اوسیدونکي دي او  د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په محاصره کې بند پاتې دي باید خوشې كړاى شي او دولت ورته مرستې ورسوي.
خو د مظاهرې یو تن ګډونوال عبدالغفار وایي بیګا لس بجې یې لویه لار د مساپرو پر مخ په دې شرط پرانیسته چې باید تر سهار لسو بجو یې سرتېرو ته مرسته ورسېږي کنه بیرته به لار وتړي.
د مظاهرې ګډونوال عبدالغفار وایي، د نن سهار تر لسو بجو پورې یې سرتېرو ته مرسته ونه رسېده نو بېرته یې لویه لار د مساپرو پر مخ وتړله او تر هغې به خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوي چې تر څو محاصره شويو سرتېرو ته مرسته ونه رسېږي.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت له کلید سره په خبرو کې ومنله چې د مظاهره کوونکو لخوا د نهو ولایتونو لار  یو ځل بیا تړل شوې ده.
بشارت زیاته کړه چې همد اوس مهال د مظاهره کوونکو مشران له امنیه قومندان سره په خبرو دي تر څو یاده موضوع  یو ځل بیا  د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړي او یادې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.
په شمال ختیځ زون کې بغلان هغه نا امنه ولایت دی چې هره ورځ ورڅخه د نا امنیو راپورونه خپرېږي  او په یو شمېر سیمو کې یې وسله وال طالبان فعاله شتون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA