امنیتي چارواکي وايي، د کندهار – هلمند لويه لار د ۱۰ تنو وسله والو په وژلو سره د وسله والو له شتون څخه پاک شوې، خو پر لاره د ماينونو د كشف او خنثى كولو لپاره لا هم تصفيوي عمليات روان دي.
د كندهار- لښكرګاه لويه لار د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د پنجوايي، میوند او ژېړي ولسواليو د اوپراتیفي مشر سمونوال سلطان محمد په مشرۍ تر عملیاتو وروسته پرانيستل شوه. امنیتي چارواکي وايي، د کندهار – هلمند لويه لار د ۱۰ تنو وسله والو په وژلو سره د وسله والو له شتون څخه پاک شوې، خو پر لاره د ماينونو د كشف او خنثى كولو لپاره لا هم تصفيوي عمليات روان دي.
د كندهار- لښكرګاه لويه لار د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د پنجوايي، میوند او ژېړي ولسواليو د اوپراتیفي مشر سمونوال سلطان محمد په مشرۍ تر عملیاتو وروسته پرانيستل شوه.
دغه لار له تېرو شاوخوا نهو ورځو راهیسې د وسله والو له لوري د عامه تګ راتګ پر وړاندې تړلې وه چې نه يوازې پر دې لاره تلونكي مساپر له ستونزو سره مخ وو بلکې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د خوراکي او نورو اړينو توکو په بيه کې هم څو برابره لوړوالى راغلى و.
د کندهار د امنيه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته په دې اړه وویل، د دغې لارې د خلاصون په عملياتو كې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي: (( د لښكرګاه دوراهي پرون خلاصه شوه، لس وسله وال وژل شوي، د دوه وسله والو مخالفينو جسدونه هم ميدان كې پاتې دي، طالبانو د دوى له جسدونو سره دوه ماينونه هم خښ كړي وو، يو شمېر وسله هم افغان ځواكونو نيولې ده.))
كه څه هم د دې لارې د خلاصون خبره كېږي خو د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کلید راډيو سيمه يیز خبریال حضرت محمد روحاني وايي، اوس هم د کندهارــ او لښکرګاه تر منځ پر غځیدلې لاره مسافر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ده ورکول شوې.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند دا كومه جدي ستونزه نه بولي بلكې وايي، په لاره د ماينونو د كشف او خنثى كولو لپاره تصفيوي عمليات روان دي چې ډېر ژر به ترې دغه لويه لار پاكه شي: (( دا لار تر ډېره له ماينونو پاكه شوې ده، وسله وال له لويې لارې شړل شوي، عامه تګ راتګ به هم پرې ژر پيل شي.))
امنيتي چارواکو داسې ادعا هم کړې چي د يادې لارې په اوږدو کې یو شمېر پلچکونه د وسله والو له لوري په بمونو ويجاړ شوي دي.


