ads

پاکستاني رسنۍ: په لوګر کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ خوشې شوي

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ دې هېواد ته رسول شوې ده.پاکستانيو رسنيو د دې هېواد د امنيتي سرچينو په حواله ويلي، پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ دې هېواد ته رسول شوې ده.پاکستانيو رسنيو د دې […]

نویسنده: TKG
22 زمری 1395
پاکستاني رسنۍ: په لوګر کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ خوشې شوي

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ دې هېواد ته رسول شوې ده.
پاکستانيو رسنيو د دې هېواد د امنيتي سرچينو په حواله ويلي،

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ دې هېواد ته رسول شوې ده.
پاکستانيو رسنيو د دې هېواد د امنيتي سرچينو په حواله ويلي، چې د پاکستانۍ الوتکې سپرلۍ د عملياتو په پايله کې خوشې شوې او خپل هېواد ته رسول شوې ده.
د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
يادې الوتکې د زمري په ١٤مه د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه او سپرلۍ يې تښتول شوې وه.
ويل شوي و، چې په دې الوتکه کې شپږ پاکستاني پوځي افسران او يو روسى وګړى وو.
ازره د لوګر له نا امنو ولسواليو څخه ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA