ads

وسله والو د الينګار پر سيند تير شوی پول په بمونو الوزولی دی

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو د الينګار په سيند تير شوی د ادهار پول په بمونو الوزولی دی.د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را ستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو د الينګار په سيند تير شوی د ادهار پول په بمونو […]

نویسنده: TKG
22 زمری 1395
وسله والو د الينګار پر سيند تير شوی پول په بمونو الوزولی دی

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو د الينګار په سيند تير شوی د ادهار پول په بمونو الوزولی دی.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را ستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو د الينګار په سيند تير شوی د ادهار پول په بمونو الوزولی دی.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را ستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تيره شپه د الينګار ولسوالۍ اړوند الينګار په سيند د( ادهار) پول چې زرګونه خلک پرې تګ راتګ کوي، وسله والو طالبانو په بمونو الوزولی دی.
خبرپاڼه وايي، له ياد پله  څخه (منګو او ورنټا) سيمو ۳۰ زرو خلکو استفاده کوله، چې اوسمهال پرې دغه لاره بنده شوې ده.
د يادونې وړه ده چې په دې وروستيو څو ورځو کې د لغمان ولايت امنيتي وضعيت تر بل هره وخت خراب شوی دی، چې له خلکو سره يې ګڼې اندېښنې را پيدا کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA