چارواکي وايي، چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنې ۴ تنه وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک کليد ته وويل،
چارواکي وايي، چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنې ۴ تنه وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک کليد ته وويل، چې ياد موټر نن سهار د ميوند ولسوالۍ له شل غمي سيمې يوې بلې سيمې ته روان و، چې په لاره کې پرې د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور ملکي کسان وژل شوي او موټر يې هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.
دى وايي، چې ياد ماين د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو لپاره ځاى پر ځاى شوى و، خو ملکي وګړي پرې ور برابر شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


