ads

لغمان كې ماين چاودنې درې تنه وژلي

د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې تنه وژلي دي. د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په خواجه صيب سيمه کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده. د لغمان […]

نویسنده: TKG
21 زمری 1395
لغمان كې ماين چاودنې درې تنه وژلي

د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې تنه وژلي دي. د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په خواجه صيب سيمه کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.

د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې تنه وژلي دي.

د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په خواجه صيب سيمه کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.

د سرچينې په وينا، په دې چاودنه كې يو ولسي وګړى او دوه پوليس وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA