اجرائيه رئيس د ملي يووالي حکومت په مشرتابه کې له تازه اختلافاتو پرده پورته کړه. عبدالله عبدالله، چې نن يې په سپېدار ماڼۍ کې د ځوانانو نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته وينا کوله وويل، جمهور رئيس ورسره په درېيو مياشتو کې حتى د يوه ساعت لپاره هم خبرې نه کوي.
اجرائيه رئيس د ملي يووالي حکومت په مشرتابه کې له تازه اختلافاتو پرده پورته کړه.
عبدالله عبدالله، چې نن يې په سپېدار ماڼۍ کې د ځوانانو نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته وينا کوله وويل، جمهور رئيس ورسره په درېيو مياشتو کې حتى د يوه ساعت لپاره هم خبرې نه کوي.
خو هغه په ورته وخت کې په ټينګار سره وويل، چې د ملي يووالي حکومت به پر خپل ځاى وي او هېچا ته به ځاى خالي نه كړي.
عبدالله عبدالله دغه راز وويل، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به له جمهور رئيس سره جدي خبرې ولري.
د هغه په وينا، څوک چې د خبرو کولو حوصله نه لري، نو د رياست وړتيا هم نه لري.
اجرائيه رئيس خبردارى ورکړ او زياته يې کړه، چې تر هغې به په هېڅ حکومتي غونډې کې ګډون نه کوي، ترڅو چې د ځينو ملي موضوعګانو لکه ټاکنيزو اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو د وېش برخليک روښانه نه شي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت له پيلېدو وروسته تل د حكومت د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه خپاره شوي دي، خو د لومړي ځل لپاره اجرائيه رئيس له خپلو اختلافاتو پرده پورته كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


