ads

“د افغانانو لومړى او وروستى ارمان تلپاتې سوله ده”

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانانو لومړى او وروستى ارمان تلپاتې سوله ده. هغه نن په ارګ كې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د تره د زوى حشمت خليل کرزي د دويم تلين په لمانځغونډه كې وويل، چې نوموړى سوله پال شخص او يوازينى ارمان يې په هېواد کې سوله او […]

نویسنده: TKG
21 زمری 1395
“د افغانانو لومړى او وروستى ارمان تلپاتې سوله ده”

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانانو لومړى او وروستى ارمان تلپاتې سوله ده. هغه نن په ارګ كې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د تره د زوى حشمت خليل کرزي د دويم تلين په لمانځغونډه كې وويل، چې نوموړى سوله پال شخص او يوازينى ارمان يې په هېواد کې سوله او ملي يووالى و.

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانانو لومړى او وروستى ارمان تلپاتې سوله ده.
هغه نن په ارګ كې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د تره د زوى حشمت خليل کرزي د دويم تلين په لمانځغونډه كې وويل، چې نوموړى سوله پال شخص او يوازينى ارمان يې په هېواد کې سوله او ملي يووالى و.
جمهور رئيس غني زياته كړه، چې د سولې ارمان ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان سره يو واوسي.
د هغه په وينا، پر افغانانو د تپل شوې جګړې په وړاندې به دوى بريالي شي.
بل خوا د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل، چې افغانستان هېڅكله ترهګري صادره كړې نه ده، بلكې په خپله د ترهګرۍ قرباني دى.
د نوموړي په خبره، ښه او بده ترهګري نشته او چا چې له ترهګرۍ ملاتړ كړى، په خپله په دې اور كې سوځي.
هغه زياته كړه، هېڅ هېواد دې په هېڅ ډول شرايطو كې د خپل ګاونډي د كمزوري كولو په هدف له ترهګرۍ ګټه نه پورته كوي او بايد د دغې پديدې د له منځه وړلو لپاره جدي اراده ولري.
بل خوا جمهور رئيس غني د يوه فرمان له مخې حشمت خليل كرزي ته “د ملت شهيد” لقب وركړ او د پوهنې له وزارت څخه يې وغوښتل، چې په لوګر ولايت كې يو ښوونځى د هغه په نوم ونوموي.
د دې ترڅنګ د هېواد جمهور رئيس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته امر وكړ، چې د كابل ښار يوه څلور لارې د حشمت خليل كرزي په نوم كړي.
همدارنګه جمهور رئيس غني د حشمت خليل كرزي مشر زوى صفي الله ته د وزير محمد اكبر خان عالي دولتي مډال وركړ.
د يادونې وړ ده، چې حشمت خليل کرزی د ۱۳۹۳ كال د زمري په اوومه نېټه د كوچني اختر په دويمه ورځ په خپل کور کې د يو ځانمرګي بريد په ترڅ كې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA