جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو سره د ليدنې په مهال وكړې.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړو لوريو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د تخنيکي همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وويل، د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د ملي يووالي حکومت د ژمنتيا او هڅو هرکلى کوي.
هغه زياته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د ټاکنو پروسې د تنظيم په برخه کې تخنيکي همکارۍ ته چمتو دي.