ads

اچين كې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ كې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرو […]

نویسنده: TKG
21 زمری 1395
اچين كې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ كې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې يې په اچين ولسوالۍكې د قهر سېلاب په نوم عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۳۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

د ملي اردو چارواکي وايي، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ كې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې يې په اچين ولسوالۍكې د قهر سېلاب په نوم عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۳۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA