وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ ودانۍ د څو ساعتونو لپاره نيولې وه، خو د افغان تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره د يادې ولسوالۍ ودانۍ بېرته افغان ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ ودانۍ د څو ساعتونو لپاره نيولې وه، خو د افغان تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره د يادې ولسوالۍ ودانۍ بېرته افغان ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
دولتي سرچينې وايي، چې د تېرې شپې جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه يې دقيق معلومات نه لري.
سرچينې زياتوي، چې د ناوې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې لا هم سخته جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


