اسټراليا به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل او تجهيز په هدف خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.
اسټراليا به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل او تجهيز په هدف خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې د يوه پلاوي په مشرۍ كابل ته د سفر په مهال د اسټراليا د دفاع وزيرې ماريسه هاينه تېر مازديګر له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
نوموړې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي برخو کې د خپل هېواد د همکاريو د دوام په هکله جمهور رئيس غني ته معلومات ورکړل او ويې ويل، چې اسټراليا په افغانستان کې مرستو او اقتصادي ودې ته ژمنه ده.
ماريسه هاينه زياته كړه، ۲۷۰ نظامي ځواکونه به يې، چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوي، له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
جمهور رئيس غني د هېواد په امنيتي سکټور په ځانګړي ډول ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کې د اصلاحاتو راوړلو او شفافيت د تامين په هدف د اسټراليا تجربې ګټورې وبللې او د ياد هېواد دفاع وزيرې څخه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اسټراليا د دفاع وزيرې وويل، اسټراليايي پلاوى به په امنيتي سکټور کې د اصلاحاتو او شفافيت د تامين په هدف ډېر ژر د افغانستان د امنيتي سکټور مسوولينو سره د خپلو همکاريو او تجربو د شريکولو لپاره د ګډ بحث په پايله کې عملي پلان ترتيب کړي.


