په هلمند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د جلا- جلا پېښو په مهال د شپږو ماين ښخوونکو په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. په هلمند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د جلا- جلا پېښو په مهال د شپږو ماين ښخوونکو په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ناوې ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو سره مخامخ نښته کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه ټپيان دي.
سرچينه وايي، د ناوې ولسوالۍ په خواجه بابا سيمه کې د خپل ماين چاودنه کې د عزت الله په نوم ماين ښخوونکى وژل شوى دى.
د سرچينې په خبره، دغه راز درې نور ماين ښخوونکي، چې غوښتل يې د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کې ماينونه خښ کړي، امنيتي او دفاعي ځواکونو په هوايي بريد کې وژلي دي.
سرچينه زياتوي، د ناوې په اخندخېلو کلي کې دوو وسله والو د يو ملکي کس په همکارۍ ماينونه ښخول، چې د خپل ماين په چاودنه کې درې واړه وژل شوي دي.
بل خوا په يادې ولسوالۍ كې د هوايي بريد له كبله پنځه وسله وال وژل شوي او په باباجي سيمه كې امنيتي او دفاعي ځواکونو پر يو فيلډر موټر هوايي بريد کړى، چې طالب قوماندان ملا تاجمير مشهور په احرار پکې له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


