ads

زهرا له مرګه 24 ورځې وروسته خاورو ته وسپارل شوه

18 کلنه زهرا او په ګېډه ۴ میاشتینی ماشوم یې له مرګه 24ورځې وروسته نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.د زهرا د جنازې لمونځ یوازې د یو څو ګوتو په شمار کسانو له خوا ادا شو، سوځېدلي بدن ته یې تابوت هم نه و، په یوې پلاستیکي کڅوړه کې یې جسد ځای پر […]

نویسنده: TKG
20 زمری 1395
زهرا له مرګه 24 ورځې وروسته خاورو ته وسپارل شوه

18 کلنه زهرا او په ګېډه ۴ میاشتینی ماشوم یې له مرګه 24ورځې وروسته نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
د زهرا د جنازې لمونځ یوازې د یو څو ګوتو په شمار کسانو له خوا ادا شو، سوځېدلي بدن ته یې تابوت هم نه و، په یوې پلاستیکي کڅوړه کې یې جسد ځای پر ځای شوى و او خاورو ته وسپارل شو. 18 کلنه زهرا او په ګېډه ۴ میاشتینی ماشوم یې له مرګه 24ورځې وروسته نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
د زهرا د جنازې لمونځ یوازې د یو څو ګوتو په شمار کسانو له خوا ادا شو، سوځېدلي بدن ته یې تابوت هم نه و، په یوې پلاستیکي کڅوړه کې یې جسد ځای پر ځای شوى و او خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړې مور په داسې حال کې چې پر مخ یې اوښکې روانې وې، له دولته وغوښتل چې د دوى ساتنه وکړي.
په ورته مهال د زهرا پلار هم خاورو ته د نوموړې له سپارلو وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل، زهرا یې په ۱۶ کلنۍ کې واده کړه، خو په خبره یې په دې دوو کلونو کې د خسر په کورنۍ کې ورباندې ډېر ظلم او تاوتریخوالی کېده.
همدا شان ښځينه فعالې ویدا ساغري چې د زهرا لپاره یې د عدالت غوښتنې په خاطر په کابل کې د تحصن خېمه وهلې وه، رسنیو ته وویل چې دوی په دې ۲۵ ورځو کې له دولته درې غوښتنې لرلې.
د هغې په وينا، له غور نه كابل ته د قاتلينو او د پېښې د دوسيې انتقال او د علني محكمې جوړېدل د دوى غوښتنې وې چې منل شوې دي.
ها خوا بیا په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازې رقیه نایل هم چې خاورو ته د زهرا د سپارلو په مهال یې رسنیو ته خبرې کولې وویل، که څه هم د زهرا د سوځولو په تور کسان نیول شوي دي، خو وايي لا هم اصلي عاملین د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.
زهرا دوه كاله وړاندې په ۱۶ کلنۍ كې په غور ولايت كې واده شوه. د هغې پلار وايي، په دې دوو کلونو کې پر زهرا د خپل مېړه او خسرګنۍ له خوا ظلم کېده چې حتی د روانې میاشتې په ترڅ کې د مېړه د کورنۍ له خوا وسوځول او بیا مړه شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA