ads

د کندهار پر هوايي ډګر د بريد مخنيوى شوى

امنيتي ځواکونه وايي، چې د کندهار پر هوايي ډګر يې د توغنديو توغولو مخه نيولې ده .دکندهار له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دامان ولسوالۍ د مرغان کيچى په سيمه کې د ملي پوليسو د کشفي معلوماتو په اساس دوه توغندي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري […]

نویسنده: TKG
20 زمری 1395
د کندهار پر هوايي ډګر د بريد مخنيوى شوى

امنيتي ځواکونه وايي، چې د کندهار پر هوايي ډګر يې د توغنديو توغولو مخه نيولې ده .
دکندهار له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دامان ولسوالۍ د مرغان کيچى په سيمه کې د ملي پوليسو د کشفي معلوماتو په اساس دوه توغندي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري د کندهار پر هوايي ډګر د توغولو په هدف  پلان شوي وو، د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.

د سرچينې په وينا، افغان ځانګړو ځواکونو د ښار د نهمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې يو کس له وسله والو سره د اړيکو نيولو په تور نيولى، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دى.
بل خوا امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې تېره ورځ په سپين بولدک او تخته پل ولسواليو کې د وسله والو د دوو ځاى پرځاى شوو ماينونو د چاودنو له كبله  ۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA