د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه كې، چې تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه، د يو شمېر نورو مسايلو ترڅنګ له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو مخ په زياتېدونکو ستونزو په اړه هم بحث وشو. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه كې، چې تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه، د يو شمېر نورو مسايلو ترڅنګ له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو مخ په زياتېدونکو ستونزو په اړه هم بحث وشو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هلمند، اروزګان، کندهار، کندوز، سرپل، فارياب، سمنګان، بغلان او فراه ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه راپورونه وړاندې کړل او له هېواد څخه د دفاع په برخه کې يې د امنيتي ځواکونو هڅې، زحمتونه او سرښندنې وستايلې.
همدارنګه يې د امنيتي تهديداتو د دفع کولو او په ټول هېواد کې د امنيت د لا ټينګښت په هدف د هېواد دفاعي او امنيتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
بل خوا د ملي امنيت شورا د انتقالي تدابيرو په اړه د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزير پېشنهادي طرحه، چې د هويت تثبيت، د خدمتونو وړاندې کول او د هغوى د بيا ادغام لپاره په کې اوږدمهاله تدابير شامل دي وارزوله، په اصولو کې يې تائيد کړه او اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه وکړه، چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ دې ياده طرحه نهايي کړي.


