ads

د ملي امنيت سلاکار: د بروکسل ناستې ته پوره چمتووالى لرو

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې افغان دولت به د بروکسل په ناسته کې له پوره چمتووالي سره ګډون وکړي او د دغې غونډې لپاره اړوند مواد چمتو شوي دي. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې افغان دولت به د بروکسل په ناسته کې له پوره چمتووالي سره ګډون […]

نویسنده: TKG
20 زمری 1395
د ملي امنيت سلاکار: د بروکسل ناستې ته پوره چمتووالى لرو

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې افغان دولت به د بروکسل په ناسته کې له پوره چمتووالي سره ګډون وکړي او د دغې غونډې لپاره اړوند مواد چمتو شوي دي. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې افغان دولت به د بروکسل په ناسته کې له پوره چمتووالي سره ګډون وکړي او د دغې غونډې لپاره اړوند مواد چمتو شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په كابل كې د ناټو له ملکي استازي اسمعيل اراماز سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د محمد حنيف اتمر له قوله ويل شوي، چې په نظامي برخو کې د همکاريو په جلب او د ژمنو په ترلاسه کولو کې د وارسا غونډه د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره يو ښه فرصت و.
د ملي امنيت سلاکار زياته كړه، حکومت د دوه اړخيزو ژمنو د عملي کېدو په هدف عملياتي پلان جوړ کړى، چې ګام په ګام د هغه د عملي کېدو په اړه له ناټو سره همغږي ترسره کېږي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسمعيل اراماز په خپلو خبرو کې محمد حنيف اتمر ته د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د بروکسل په ناسته کې به هم له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختيايي برخو کې د پام وړ همکارۍ را جلب شي. 
په دې ليدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د امنيتي حالت پر څرنګوالي، د بروکسل ناستې لپاره د افغان حکومت پر چمتووالي او يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې بحث وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA