ads

د بغلان پر دهنه غوري ولسوالۍ ډله ييز بريدونه شوي

د بغلان ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې پر دهنه غوري ولسوالۍ له درېيو خواوو ډله ييز بريدونه كړي دي.د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت کليد وويل، د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي او سخته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده، خو […]

نویسنده: TKG
20 زمری 1395
د بغلان پر دهنه غوري ولسوالۍ ډله ييز بريدونه شوي

د بغلان ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې پر دهنه غوري ولسوالۍ له درېيو خواوو ډله ييز بريدونه كړي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت کليد وويل، د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي او سخته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده، خو د اوښتو تلفاتو په اړه ځکه څه نه وايي، چې اوس مهال هم په يادې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده. د بغلان ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې پر دهنه غوري ولسوالۍ له درېيو خواوو ډله ييز بريدونه كړي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت کليد وويل، د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي او سخته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده، خو د اوښتو تلفاتو په اړه ځکه څه نه وايي، چې اوس مهال هم په يادې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
د بغلان د ولايتي شورا وکيل شمس الحق بارکزى وايي، د امنيتي مسوولينو ترمنځ نه همغږي د دې سبب شوې، چې په يو شمېر سيمو کې امنيت ورځ تر بلې خراب شي.
بارکزى له مرکزي دولت څخه د مرستې غوښتنه كوي او زياتوي، که چېرې د دهنه غوري ولسوالۍ نا امنۍ کنټرول نشي، نو له يادې ولسوالۍ څخه د پلخمري ښار ته لوى ګواښ پېښېدى شي.
خو د بغلان امنيتي مسوولين د خپلو امنيتي ځواکونو ترمنځ د پوره همغږۍ خبره کوي.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې په دهنه غوري ولسوالۍ كې يې يو لوى نظامي مركز او پنځه امنيتي پوستې نيولي او ۲۰ تنه امنيتي سرتېري ورته تسليم شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA