د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن سهار په يو ورځني رسمي سفر د تاجکستان پايتخت دوشنبې ته ولاړ.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې تاجكستان ته د اتمر سفر د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د سکرتر عبدالرحمن قهاروف په رسمي بلنه ترسره کېږي. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن سهار په يو ورځني رسمي سفر د تاجکستان پايتخت دوشنبې ته ولاړ.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې تاجكستان ته د اتمر سفر د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د سکرتر عبدالرحمن قهاروف په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د سرچينې په وينا، په دغه سفر كې به لومړى د ملي امنيت سلاکار د تاجکستان له جمهور رئيس امام علي رحمان سره ناسته ولري او په دې ناسته کې به محمد حنيف اتمر د افغانستان د جمهور رئيس ځانګړى پيغام امام علي رحمان ته ورسوي.
سرچينه وايي، د ملي امنيت سلاکار به همدارنګه د تاجكستان د ملي امنيت کمېټې له رئيس سره هم دوه اړخيزه ناسته ترسره کړي.
د ملي امنيت شورا دفتر زياتوي، چې تاجكستان ته به د اتمر د سفر په مهال پر دوه اړخيزو امنيتي همکاريو، د تروريزم په وړاندې مبارزې او د سازمان شويو جرمونو اړوندو موضوعاتو باندې د هغه هېواد له چارواكو سره خبرې وشي.
د سرچينې په خبره، د ملي امنيت سلاکار به له تاجکستاني چارواكو سره د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوږدو او سرحدي سيمو کې د امنيتي همغږۍ پر رامنځته کولو هم بحث وکړي.


