د ننګرهار د برېښنا ریاست چارواکي وایي، چې په جلال اباد ښار کې یې د برېښنا پرچاوۍ ستونزې حل کړي او د خپل سرو برېښنا کاروونکو مخنیوي کې جدي دي.
د برېښنا رئیس دغه خبرې نن د یوه خبري کنفرانس په مهال وکړې. د ننګرهار د برېښنا ریاست چارواکي وایي، چې په جلال اباد ښار کې یې د برېښنا پرچاوۍ ستونزې حل کړي او د خپل سرو برېښنا کاروونکو مخنیوي کې جدي دي.
د برېښنا رئیس دغه خبرې نن د یوه خبري کنفرانس په مهال وکړې.
د ننګرهار د برېښنا رئیس وحیدالله پوپلزی وایي، دوی په ښار کې هغه کسان په ګوته کړي، چې په پټه سره یې برېښنا انتقالوله.
نوموړی دا مني، چې په جلال اباد ښار کې د ډېرو پرچاویو په چاره کې د دوی مامورین لاس لري، خو رئیس پوپلزی وایي، چې له پېژندلو وروسته به یې څارنوالۍ ته ور وپېژني.
د برېښنا رئیس ګوت څنډنه وکړه، چې په یوې میاشت کې به د ټول ښار هغه کسان، چې په غلا یې برېښنا ځان ته انتقال کړې وي، د سرغړونې په صورت کې رسنیو ته ور وپېژني.
په ورته وخت کې نوموړي وویل، چې شاوخوا یو ميلیارد افغانۍ یې د ننګرهار یو شمېر ادارې او اشخاص پوروړي دي، چې د دوی د کارونو په وړاندې یې لوی خنډونه جوړ کړي دي.
پوپلزی وایي، له ملي دفاع، کورنیو چارو او محکمې پرته نورې ټولې ادارې يې پوروړې دي، چې د یوې میاشتې په جریان کې د پورونو د نه وركولو په صورت کې به یې د برېښنا لینونه قطع کړي.
د ننګرهار د برېښنا ریاست چارواکي په داسې حال کې د پارچاوۍ د ستونزې حلولو وعده ورکوي، چې د جلال اباد ښاریانو په اند اوس هم یو شمېر زورواکو او چارواکو ته ۲۴ ساعته برېښنا رسېږي، چې د مخنيوي یې هېڅوک نشته دی.


