کندهار والي امر كړی چې د ګازو شرکتونه دې ټول صنعتي پارک ته انتقال شي او هغوی ته دې د ۱۰ کالو په قرارداد ځمكې ورکړل شي.
د کندهار ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار ښار د ګازو د شرکتونو مسئولينو پرون د کندهار له والي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه، چې په صنعتي پارک کې دې د ۱۰ کالونو په قرارداد ځمکه ورکړل شي. کندهار والي امر كړی چې د ګازو شرکتونه دې ټول صنعتي پارک ته انتقال شي او هغوی ته دې د ۱۰ کالو په قرارداد ځمكې ورکړل شي.
د کندهار ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار ښار د ګازو د شرکتونو مسئولينو پرون د کندهار له والي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه، چې په صنعتي پارک کې دې د ۱۰ کالونو په قرارداد ځمکه ورکړل شي.
هغوی زياته کړه، تر۱۰ کلونو وروسته دوی کولای شي چې له ښاروالۍ سره په موافقه پر همدې موقعيت له ګازو پرته بل کاروبار هم وکړي، خو د ګازو لپاره د ځمكې قرارداد بايد لس کلن وي.
په خبرپاڼه کي راغلي، د کندهار والي همايون عزيزي اړوندو ادارو ته امر وکړ چې د ګازو شرکتونو ته په صنعتي پارک کې د ۱۰ کلني مودې په قرارداد ځمكې ورکړي.
کندهار والي د ګازو مسئولينو ته امر وکړ، چې ژر تر ژره خپل شرکتونه صنعتي پارک ته انتقال کړي، تر څو د ښار د پراختيا مخه خلاصه شي او د ګازو غوندې حساس کاروبار له ښاره ووځي.


