د افغانستان کورني کرکټ په کچه د ۲۰۱۶ کال شپږيزه ليګ په رسمي ډول د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې پرانستل شو
په دغه پرانست غونډه کې د زرګونو مينه والو ترڅنګ، د ولسمشرۍ ماڼۍ، اداره امور، د يوشمېر وزارتونو استازو، د ملي شورا غړو، واليانو ، درسنيو استازو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.

غونډې ته د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وويل چې سږ کال شپږيزه ليګ له نويو نوښتونو سره جوړيږي کيږي او دوی هڅه کوي چې په نړيوالو معيارونو يې مينه والو ته وړاندې کړي.
دانش په شپږيزه ليګ کې ګډون کوونکو نړيوالو لوبغاړو څخه هم مننه وکړه او ښه راغلاست يې ورته وويل.
نوموړي وويل، چې کرکټ په افغانستان کې يواځې لوبه نه ده، بلکې د سولې، ورورولۍ او د وروڼو قومونو ترمنځ د همغږۍ يوه ښه وسيله ده.
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي په ياده غونډه کې وويل، چې کرکټ يواځينې لوبه ده، چې هيواد وال يې په اتفاق ساتلي او تل يې خوښۍ ورپه برخه کړې دي.
ستانکزي وويل، يو شمېر مغرضې کړۍ هڅه کوي، چې د شخصي ګټو او عقدو له مخې دې لوبې او ادارې ته زيان ورسوي، خو هغوي به کله هم بريالي نه شي .
ټاکل شوې ده، چې د شپږيزې رسمي سيالۍ نن سه شنبې د کابل دالکوزي په نړيوال لوبغالي کې پيل شي، چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ